د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د لغمان ولایت د کرکټ لوبغالي اړوند پاتې رغنیزې چارې پیل شوې.
د لوګر کرکټ لوبغالي شاوخوا دېوال د جوړولو چارې بشپړې شوې او نن د غبرګولي په ۲۶مه د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.
. . .