د زابل په مرکز کلات ښار کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ درې زره کسان د درېیو میاشتو لپاره پر کار وګومارل شول.
د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ښار کې برېښنا نشته چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.