د کندهار ښاروالي وایي، د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو کانکرېټ اچولو چارې پیل کړې او په دغه پروژه کې به شاوخوا شپږ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.