د کونړ او نورستان ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو ورښتونو د اسعداباد – پارون لویې لارې ډېرې برخې زیانمنې کړې چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله پر ۱۹۰ جریب ځمکه ځنګلونه سوځېدلي دي.