د غزني سیمهییز چارواکي وايي، د نشهيي توکو د کرلو پر ضد یې کمپاین پیل کړی چې په دغه لړ کې یې د دغه ولایت په ګېلان، ناوه او مقر ولسوالۍ کې پر لسګونه جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس له منځه وړي دي.