د بلوڅانو د یووالي شورا وايي، د بلوچستان په ګواډر سیمه کې د بلوڅو پر «سولهییز لاریون» د پاکستان پوځ په ډزو کې «ګڼ شمېر کسان» ټپيان شوي، خو ځایي حکومت ویلي چې د دې شورا کسانو په ډزو کې یو امنیتي کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.