دایکنډي کې د پارکور لوبې بنسټګر یاسین توماس وایي، په دغه ولایت کې پارکور ورزش ته د خلکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې او مسوولین باید د پارکور ورزشکارانو ته اړین امکانات برابر کړي.