د کندوز امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په امامصاحب ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی چې دوې ورځې مخکې یې خپل څلور کلن زوی وژلی و.
نیمروز کې امنیتي مسوولین وايي، د یوه کس جسد چې د دغه ولایت د زرنج – دلارام پر لویه لار د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژل شوی، موندل شوی دی.
غزني کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې یو کس له اتهنیم کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای ونیول شو.