د بلخ مرکز مزارشریف اوسېدونکي په دغه ښار کې د بېاسناد موټرو له ډېرېدو شکایت کوي او د امنیت لپاره یې ګواښ ګني.
د ترافيک پوليسو عمومي رياست وايي، د ښي لاس یو کیلي موټرو د ثبت درې مياشتنۍ پروسه پای ته رسېدلې، له ثبتپاتې موټرو سره به له تګلارې سره سم چلند کېږي، خو د بیا تمدید لپاره يې هم هڅې روانې دي.