کابل (پژواک ٢٠ تله ٩٥): څو شېبې وړاندې د کابل ښار کارته سخي زيارت د وسله والو له خوا تر بريد لاندې راغلى او په کې چاودنه شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له ماښام وروسته د کارته سخي په زيارت کې چاودنه شوې ده.
ده زياته کړه، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي رسېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تراوسه پورې معلومات نشته.
يو بلې امنيتي سرچينې بيا پژواک ته وويل چې نن له ماښام وروسته په شاوخوا ٧ بجو دوه بريدګر ياد شوي زيارت ته ننوتي او ډزې کوي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواکونو ياده سيمه کلابنده کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د بريد پرمهال په دې زيارت کې د عاشورا مراسم روان و.
د دې پېښې جزئيات به وروسته په ليکه شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP