Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت د څلورو ولسوالیو د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د نیزه‌وهنې سیالۍ د اندړو ولسوالۍ د «فتح محمد شلګروال» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري آژانس ته وویل چې یادې سیالۍ د نیزه‌وهنې فدراسیون له لوري، د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، په ۱۶ سکشنونو کې د ګیرو، اندړو، قره‌باغ او ده‌یک ولسوالیو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ د محکوم کلي په ورزشي ډګر کې ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې د سیالیو په پای کې د اندړو ولسوالۍ د فتح‌محمد شلګروال لوبډلې لومړی مقام او د ګیرو ولسوالۍ د روزي‌محمد لوبډلې دویم مقام وګاټه.

ده وویل، یادې سیالۍ د دودیزو ورزشي لوبو د پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د یووالي او د همغږۍ او فرهنګي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوې.

د هغه په وینا، دا ډول دودیزې سیالۍ نه یوازې فرهنګي ارزښت لري، بلکې د ځوانانو د استعداد د ودې، سیمه‌ییزو سپورتي فعالیتونو او ورورولۍ د ټینګښت لپاره هم مهم رول لري.

په همدې حال کې، د نیزه‌وهنې ځینې لوبغاړي په غزني کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي. یو تن لوبغاړي محمدنور پژواک ته وویل: «نیزه‌وهنه په غزني کې یوه پخوانۍ او لرغونې لوبه ده.»

هغه زیاته کړه: «حکومت دې د نیزه‌بازانو لپاره امکانات برابر کړي او د دوی د آسونو د ساتنې او روزنې لپاره هم لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیسي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.