Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ عالمانو هر ډول ورانکارې کړنې فساد وګڼلې

author avatar
19 Oct 2011 - 18:25
author avatar
19 Oct 2011 - 18:25

اسعد اباد (پژواک ٢٧ تله ٩٠): د کونړ ديني عالمانو په هېواد کې هر ډول ورانکارې کړنې فساد وبللې او د مخنيوي لپاره يې له افغان دولت څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

 په کونړ ولايت کې نن (د تلې٢٧مه) ديوې غونډې په ترڅ کې، چې ددې ولايت ديني عالمانو، قومي مشرانو او دولتي چارواکو په کې ګډون کړى وو،د پاکستان له خوا کېدونکي توغنديز بريدونه په کلکه وغندل شول.

 د کونړ يوه ديني عالم مولوي عبدالرحمان، له خپل هېواد څخه دفاع فرض وبلله او نور ديني عالمان يې وهڅول، چې د هېواد پالنې په برخه کې تبليغ وکړي.

 نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې هر ډول ترهګريزې کړنې، که اختطاف وي او يا ځانمرګي بريدونه، دا فساد دى او بايد مخه يې ونيول شي.))

 د کونړ د سولې شورا مشر مولوي محمد هاشم منيب وويل، چې په اسلام کې تېرى ناروا دى او د ديني عالمانو دنده ده، چې د دغه ډول تېريو په اړه خلکو ته لارښوونه وکړي.

 نوموړي زياته کړه: ((اطاعت، بيعت، امنيت او وحدت د شريعت ستنې دي او په اسلام کې پر مسلمان د مسلمان له خوا ظلم او تجاوز ناروا دى.))

 په دې غونډه کې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، په کونړ کې د امنيت خرابوالى د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو له امله وښود.

 وحيدي دا د علماوو مسووليت وباله، چې د پرديو دغه ډول لمسونونو ته پام وکړي او په اړه يې د خلکو اندېښنې او شکونه له منځه يوسي.

 د غونډې په پاى کې يو شپږ مادييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو، چې په کې په افغانستان کې د ګاونډيو لاسوهنې او تېري غندل شوي وو.

 همداراز په پرېکړه ليک کې د سولې پروسې ملاتړ شوى او له افغان دولت څخه يې غوښتي، چې د امنيت، بيارغونې او د ښوونې او رزونې بهير لا چټک کړي.

Views: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.