ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا يو شمېر خلک خپل وکيلان په نه کار کولو تورنوي

د پکتيا يو شمېر خلک خپل وکيلان په نه کار کولو تورنوي

author avatar
27 Oct 2011 - 12:17
د پکتيا يو شمېر خلک خپل وکيلان په نه کار کولو تورنوي
author avatar
27 Oct 2011 - 12:17

ګردېز (پژواک ٥ لړم ۹۰): د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي د خلکو د اړتياوو پر وړاندې په نه پاملرنې تورنوي، خو د يادې شورا رييس وايي، چې يو شمېر غوښتنې د دوى له صلاحيتونو پورته دي.

د پکتيا د ځينو ولسواليو او مرکز يو شمېر اوسېدونکي وايي، په راتلونکې کې ځکه په ټاکنو کې برخه نه اخلي؛ چې د دوى په رايو برياليو استازو د دوى غوښتنې په پام کې نه دې نيولې.

د احمد ابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدي پژواک اژانس ته وويل، که دى ژوندی و، رايه به ور نه کړي او نور خلک به هم دغه کار ته وهڅوي.

د هغه په وينا، دغه کار ځکه کوي؛ په دغو دورو کې، چې کوم وکيلان زموږ په رايو بريالي شوي، هغوى ټول خلکو پېژندلي او ورته معلوم دي، چې په خپله ګټه کار کوي او د ولس درد ته نه دي دوا شوي.

دی وايي، که څوک د ولايتي شورا له کوم غړي سره د خپلوۍ اړيکې ولري، کار يې کېږي او که خپل يې نه وي، نو نږدې يې هم نه ورپرېږدي.

د څمکنيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي مامور پژواک اژانس ته وويل، که چېرې د څمکنيو پر وړاندې دغه ډول چلند دوام وکړي، نو د دې ولسوالۍ خلک به په ټاکنو کې برخه وانه خلي.

هغه زياته کړه: ((که د ولايتي شورا وکيلان همداسې ناغېړي وکړي، نو بيا به راڅخه رايه وانه خلي.))

د ولايت د مرکز ګردېز يو شمېر ښاريان هم د ولايتي شورا غړي د خلکو ستونزو ته په نه پاملرنه تورنوي.

د ګردېز ښار يو دوکاندار سردار وايي، چې له وکيلانو شخصي غوښتنې نه لري، خو دا ترې غواړي، چې پکتيا ته کار وکړي او د دولت او نړيوالې ټولنې پام د دغه ولايت اوسېدونکو ته واړوي.

د هغه په وينا، که د وکيلانو په وس کې څه نه وي، په لومړيو کې يې بايد ژمنې نه واى کړې، خو د ده په وينا، هغه څه يې چې په وس کې دي، هغه خو بايد وکړي.

سردار وايي، چې برېښنا د دغه ولايت مهمه ستونزه ده، چې بايد ولايت ته يې په راوستو کې د دغه ولايت استازي نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي او په لوړه کچه دغه ستونزه مطرح کړي.

ده وويل: ((هغوى هېڅ کار نه دی کړی، د هغو په راتګ سره په ښار کې هغه برېښنا هم اوس نه شته، چې پخوا وه، هغوى خپلې ګټې کوي او د ولس په هرڅه پسې سترګې وځي.))

خو د پکتيا د ولايتي شورا مشر ښايسته جان احدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايتي شورا او دغه راز په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د دغه ولايت استازي خپلې چارې پر مخ وړي، خو هغه داسې کارونه دي، چې خلک ترې ډېر نه خبرېږي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه استازي په هره کچه، د ډېرو لويو پروژو په اړه له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره غږېدلي دي.

دی وايي: ((زموږ د هلوځلو په پايله د پکتيا پوهنتون ته پوهنځي زيات شول، د مچلغو په بند کار پيل شوی، سړکونه پاخه شوي دي او نظارت، چې زموږ کار دی، موږ کړی دی.))

د ښايسته جان احدي په وينا، خلک دا غوښتنه هم کوي، چې په يو ساعت کې بايد پاسپورټ ورکړل شي، تذکره ورته واخيستل شي او ښکته پورته ورسره وکيلان منډې ووهي.

هغه زياته کړه: ((د هغوى ځينې غوښتنې زموږ له صلاحيتونو او راسپارل شويو دندو پورته دي، که موږ په دغو کارونو پسې منډې ووهو، نو د نظارت له کارونو څخه پاتې کېږو.))

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.