اسعداباد (پژواک ١٠ لړم ٩٠): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي پوځ د دويمې لوا مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن شېرين اقا د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د ملي پوځ دوه سرتېري، چې د اختر د رخصتۍ په موخه خپلو کورونو ته روان وو، د ماڼوګي ولسوالۍ د لېچه لام په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوي دي.
د ماڼوګي ولسوال حيات الله هم د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په لېچه لام سيمه کې د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى له موټر څخه ښکته او وروسته يې وژلي دي.
نوموړى وايي، دغه سرتېري د چپې درې اوسېدونکي وو او د اختر پر رخصتۍ باندې کور ته روان وو.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن