ژبه

په سوېل کې د ايساف دوه سرتېري ووژل شول

جاوېد هميم کاکړ

۱ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۰:۱۲

Views: ۱۰۴

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ پر لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې ياد شوي سرتېري يې پرون د افغانستان په سوېل کې د وسله والو مخالفينو په يوه مخامخ بريد او د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.

خو سرچينې د وژل شويو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګ کړى.

بايد وويل شي، چې په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي، پرون په هلمند کې د ايساف يو بريتانوى سرتېرى هم وژل شوى و.

د روان زېږديز کال له پيله راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېر ٥٣٤ تنو ته ورسېد.

تېر کال په هېواد کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي وو.