ژبه

د کاراټې لوبډلې د سارک غړوهيوادونو په سياليو کې درېيم مقام ترلاسه کړ

سید هادی کاظمی

۳ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۷:۳۹

Views: ۱۱۳

کابل ( پژواک ٣ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کاراټې ملي لوبډلې د اوو مډالونو په ترلاسه کولو سره د سارک د غړيو هېوادونو په سياليو کې درېيم ځاى ترلاسه کړ.

 دغه سيالۍ درې ورځې مخکې د سارک د اتو غړيو هېوادونو (هندوستان، افغانستان، پاکستان، سریلانکا، نیپال،مالدیف، بوتان او بنګلدېش) په ګډون د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې پيل او تېره شپه پاى ته ورسېدې.

 د اولمپيک د ملي کمېټې وياند مجيب الله رحماني نن ( د ليندۍ په درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو سياليو کې افغانستان درې د سرو زرو، يو د سپينو زرو او درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

  د نوموړي په وينا، د هېواد د کاراټې ملي لوبډلې د اتو لوبغاړو په ګډون په دغو سياليو کې برخه اخيستې وه.

  رحماني زياته کړه، چې په سياليو کې د افغانستان له لوري يواځنۍ ښځينه لوبغاړې مينا اسدي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

 نوموړي وويل، چې د سياليو په پاى کې افغانستان د پاکستان او هندوستان له لوبډلو وروسته درېيم ځاى ترلاسه کړ.

  په دغو سياليو کې د هېواد د ښځينه لوبغاړو استازې مينا اسدي مخکې له سياليو پژواک ته ويلي و : (( زياته خوشحاله يم، چې د لومړي ځل لپاره په اسيايي لوبو کې د يوې افغانې نجلۍ په توګه ميدان ته ځم او د ګران هېواد تر بيرغ لاندې سيالۍ کوم. ))