هرات ښار (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): په هرات کې د سولې عالي شورا ولايتي کمېټه وايي، د وسله والو طالبانو يوه ١٢ کسيزه ډله چې د دې ولايت په سوېل ختيځ کې يې فعاليت درلود، د ملي امنيت په مرسته د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.
په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي غلام سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوي طالبان چې د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د هرات د ملي امنيت رياست ته د وسلو او مهماتو په سپارلو سره يې له دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغه وويل: ((وروسته له دې چې جوته شوه، ياد شوي کسان د طالبانو غړي دي، د سولې له پروسې سره د هغوى د يوځاى کېدو غوښتنه تاييد شوه او هغوى د سيمې د خلکو په مرسته او د ملي امنيت له لارې په رسمي ډول د سولې له بهير سره يوځاى شول.))
د هرات د ملي امنيت يوه خبرپاڼه پژواک ته هم په لاس ورغلې چې کاږي، د يادې شوې ډلې مشري د ملا عبدالسلام دلاور په غاړه وه، چې اووه کلاشينکوفونه، يو راکټ لانچر او يوه اندازه مهمات يې دې ادارې ته سپارلي دي.
د هرات ملي امنيت د دې ډلې د فعاليتونو سيمې د پښتون زرغون، ادرسکن او ګذرې ولسواليو ځينې کلي ښودلي دي.
د دې ډلې يو تن ٣٠ کلن عبدالصمد وويل، چې شاوخوا يوکال پخوا له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى و.
هغه وويل: ((په دې پوه شوم چې وسله وال مخالفت او جګړه د هېواد له لا ناامنۍ او ويجاړۍ نه پرته بله نتيجه نه لري، نو له دې امله د سولې له بهير سره يوځاى شوم، څو يو ارامه ژوند ولرم.))
عبدالصمد زياته کړه چې له دولت څخه غواړي، څو د ادرسکن ولسوالۍ د ښې پراختيا لپاره د بيارغونې بنسټيزې پروژې په کار واچوي، چې خلکو ته د کار په رامنځ ته کولو سره، دولت سره د ډېرې همکارۍ او د امنيت ټينګښت ته لاره هواره شي.
په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي غلام سرور وويل، چې د دې ډلې ټول کسان د سولې د عالي شورا له کاري پروګرام سره سم تر پوښښ لاندې راځي او له مرستو څخه به برخمن شي.
د هغه په وينا، د ياد شوي پروګرام له مخې به د دې ډلې قوماندان ته ٣٠زره افغانۍ او هر يو تن ته به يې ١٥زره افغانۍ ورکړل شي.
هغه شمېرې چې د هرات والي داوود شاه صبا له لوري درې مياشتې وړاندې اعلان شوې، دا ښيي چې له ١٠٠٠ تر ١٢٠٠ کسانو پورې د دولت وسله وال مخالفين په ٥٥ وړو او سترو ګروپونو کې، چې يو شمېر يې د نورو ولايتونو اړوند دي، د هرات په بېلا بېلو سيمو په ځانګړې توګه د دې ولايت په ختيځ کې فعاليت کوي.
خو په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مسوول وويل، چې درې مياشتې وړاندې د وسله والو طالبانو ١٢ ډلې چې کابو ١٢٠ کسان په کې شامل وو، د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
مولوي سرور په هرات کې د سولې بهير بريالى بولي او وايي، چې دمګړۍ زياتو مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو چمتووالى ښودلى دى، څو د سولې له بهير سره يوځاى شي.
خو هغه وويل، له دې امله چې په يادو شويو ډلو کې ځينې د هرات اړوند نه دي، په هرات کې د سولې د عالي شورا ولايتي کمېټه نه ده توانېدلې، څو هغوى جذب کړي.
د هرات د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې د مشر په وينا، دا ډلې بايد په خپلو ولايتونو کې د سولې د عالي شورا د نمايندګيو له خوا د سولې له پروسې سره يوځاى شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن