ژبه

د کرکټ په سياليو کې د سپين غر او مس عينک زونونو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه

حکمت

۸ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۸:۴۶

Views: ۹۲

 

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د هېواد د پنځو زونونو د کرکټ کلپونو ترمنځ په نننيو سياليو کې د سپين غر او مس عينک زونونو لوبډلو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.

 د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د ليندۍ په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سيالۍ د ليندۍ په ۶مه، د ننګرهار ولايت په نړيوال غازي امان الله خان او د مارکو لوبغالو کې پيل شوې دي.

 سرچينه کاږي چې نن د دغو سياليو په درييمه ورځ، له دوو لوبو څخه لومړۍ لوبه د سپين غر او بست زونونو ترمنځ ترسره شوه.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيالۍ پچه د بست لوبډلې وګټله او سپين غر ته يې د لوبې بلنه ورکړه.

 سرچينه ليکي چې د سپين غر لوبډلې په ټاکل شويو ۴۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې او سيالې ډلې ته يې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکه.

 کرکټ بورډ ليکي، چې د سپين غر له لوري عدنان ۶۲ او اسد ۱۷ منډې جوړې کړې او د بست له لوري مسلم ۳، ضياءالحق او ثناءالله دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

 سرچينه زياتوي چې د بست لوبډلې ياد شوی هدف ترلاسه نه شو کړای؛ ټوله لوبډله يې په ۱۰۰ منډو په ۳۰ اورونو کې وسوځېدله او لوبه د سپين غر زون کلپ په بريا پای ته ورسېده.

 عدنان د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې دويمه لوبه د مس عينک او امو زون د کلپونو ترمنځ ترسره شوه؛ پچه د مس عينک لوبډلې وګټله او د لوبې بلنه يې امو ته ورکړه.

 سرچينه ليکي چې د امو لوبډلې په ۲۸ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

 د خبرپاڼې له مخې، د امو له لوري اسدالله ۳۳ او زاهد ۲۵ منډې جوړې کړې او د مس عينک له لوري حميد ځدراڼ ۴ او ايوب درې لوبغاړي وسوځول.

 سرچينه زياتوي چې د مس عينک لوبډلې دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په يويشتم اور کې د درييو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

 دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مس عينک له ډلې څخه احسان الله منګل ۵۱ او محمد عالم ۲۸ منډې جوړې کړې او احسان الله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.