بن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): د روسيې د بهرنيو چارو وزير بن غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې دوى د افغانستان په ذمه ١١ ميليارد ډالره پور بښلى دى.
د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون نن له غرمې وروسته پيل شو.
دې کنفرانس ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د جرمني چانسلرې انګيلا ميرکل، د جرمني او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو ويناوې وکړې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاروف يادې شوې غونډې ته په خپلې وينا کې وويل، چې په تېره لسيزه کې يې د افغانستان په ذمه شاوخوا ١١ ميليارده ډالره پور بښلى دى.
هغه زياته کړه چې په تېره لسيزه کې يې هېواد په افغانستان کې له نورې نړيوالې ټولنې سره يو ځاى ډېر مهم رول لوبولى او په ډېرو برخو کې يې له افغانستان سره همکارۍ کړې دي.
د نوموړي په وينا، روسيې له افغانستان سره انساني مرستې هم کړې، له څلوېښتو زرو ټنو څخه يې د زياتو غنمو په ګډون د ٥٠ ميليونو ډالرو په ارزښت يې نورې مرستې هم کړې دي.
لاروف وويل: ((همدا اوس درې زره ټنه غنم افغانستان ته لېږدول کېږي او د ٤٠ غټو موټرو د ورکړې لپاره هم بوديجه ځانګړې شوې ده.))
د يادونې وړ ده، چې روسيې دغه پور د وخت شوروي اتحاد په افغانستان کې خپلو لاسپوڅو کمونستي رژيمونو ته ورکړى و.
يو شمېر سياسي څېړونکي نه يواځې دغه پور نه مني، بلکې له روسيې څخه په افغانستان کې د شويو زيانونو جنګي تاوان هم غواړي.
بل خوا يادې شوې غونډې ته په خپله وينا کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير اېس اېم کرشنا نړيوالو ته ويلي، چې د پخوا په څېر له ٢٠١٤ څخه وروسته افغانستان بيا يواځې پرېنږدي.
هغه له نړيوالو وغوښتل، چې له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاريو ته ادامه ورکړي، ترڅو دغه هېواد يو ځل بيا د ترهګرو ځاله ونه ګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP