Language

په تګاب کې دوه ماين خښوونکي ووژل شول

محمودراقي: (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٠): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ دوه کسان چې غوښتل يې د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى کړي، د څارګرې بې پيلوټه الوتکې له خوا ويشتل شوي او وژل شوي دي.

 د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان مرزا محمد د ليندۍ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه په اته نيمو بجو د کلا صالح په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

 هغه زياته کړه چې په ياده شوې سيمه کې دوو وسله والو طالبانو، چې غوښتل يې د سړک پر سر ماينونه ځای پر ځای کړي، د بهرنيو ځواکونو د څارګرې بې پيلوټه الوتکې له خوا کشف او ويشتل شوي دي.

 نوموړى وايي، چې وژل شويو مخالفينو د ملي اردو يونيفورم اغوستى وو.

 د تاج ملوک په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوي کسان د همدې سيمې اوسېدونکي ځوانان وو، چې غوښتل يې ماينونه خښ کړي.

 سيمه ييزو وسله والو طالبانو هم تاييد کړې، چې د دوى دوه ملګري تېره شپه په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي؛ خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.