منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سخي قنبري له خپل برازیلي سیال سره لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۵): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی سخي قنبري نن له خپل برازیلي سیال سره لوبه ترسره کوي.

سخي قنبري پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې نن د فرانسې د «Ares FC» سازمان کې د خپل برازیلي سیال ګابریل پاسکالوټي پر وړاندې د مبارزې قفس ته ننوځي.

سخي قنبري تر اوسه لس سیالۍ ترسره کړي چې اته یې ګټلي او دوه یې بایللې دي او د هغه برازیلي سیال شپږ بریاوې او دوې ماتې په خپل ریکارډ کې لري.

د راپورونو له مخې، د سخي قنبري او ګابریل پاسکالوټي ترمنځ سیالي نن شپه په فرانسه کې ترسره کېږي