Language

چاريکار( پژواک ١٨ليندۍ ٩٠ ) د پروان ولايت د کوه صافي ولسوالۍ د خاک خور د سيمې د يو قومي مشر او د هغه د تره د زوى او موټرچلوونکي مړي وموندل شول .

د ٢٠٣ تند قل اردو د څلورمې لوا مشر جنرال عبدالرازق چې د يادو مړيو د موندنې مسووليت يې پر غاړه درلود ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد شوى قومي مشر حاجي جمرود او ورسره دوه تنه تېره ورځ وسلوالو طالبانو نيولي او وژلي دي .

ده وويل چې دغه کسان د خپلو دوستانو کور ته د کوه صافي د غومبکي په سيمه کې  پر لاره وو چې د وسلوالو طالبانو لخوا  ونيول شول .

دى وايي چې طالبانو  دغه کسان د خاک خور اړوند د قل نيلي په سيمه کې د کلاشينکوف  په ډزو او د چاقو په وهلو د وحشت خورولو په موخه  وژل شوي دي .

 د هغه د څرګندونو له مخې، طالبانو د يادو کسانو مړي له ځان سره ساتلي وو، خو نن د يادې لوا او د پروان پوليسو په ګډه په سيمه کې عليمات وکړل ، طالبان وتښتېدل او ياد شوي مړي تر لاسه شول .

ده وويل چې جمرود په سيمه کې د نفوذ خاوند څښتن سړى و او له دولتي سره يې هم همکاري لرله .

د نيلي د سيمې اوسېدونکي نقيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٣٥ کلن جمرود دولتي دنده نه لرله ، د قومي مشر په توګه يې د خلکو د شخړو او ستونزو د لرې کولو لپاره هڅې کولي او په سيمه ييزه شوراګانو کې به يې ونډه اخسته.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .