کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): کابل ښار کې د بیک جوړولو یوه کوچنۍ کارخونه چې د یوې مېرمنې له خوا جوړه شوې، ژوندی او بوخت چاپېریال لري؛ داسې ځای چې د خیاطۍ ماشینونه پکې یو په بل پسې اېښودل شوي؛ د ماشینونو غږونو او د بیاتیو کړسهار چې د رنګارنګ ټوکرانو سکښت پرې کېږي، د کار فضا لا منظمه او خوځنده کړې ده.
د کور په کوچني زېرمتون کې د ښځو او نجونو بیکونه او د مکتب بکسونه په ځانګړي نظم سره د یو او بل ترڅنګ اېښودل شوي دي؛ هر یو یې بېلابېل رنګونه او ډیزاینونه لري او هر یو د عاقلې رضايي د هڅو او زیار یوه کیسه بیانوي.
پژواک خبري اژانس دا ځل د «ایینهٔ زن» خپرونه کې عاقله رضايي چې د کابل ښار د بیک ګنډلو د دې کارخونې جوړوونکې ده، معرفي کوي.
عاقله رضايي د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده؛ خو شاوخوا شل کاله کېږي چې د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند د اتفاق په ښارګوټي کې ژوند کوي.
رضايي چې تر شپږم ټولګي پورې یې زدهکړې کړې دي او د ځینو ستونزو له امله نه ده توانېدلې خپلې زدهکړې نورې هم وغځوي، وايي، د دې لپاره چې د کورنۍ په اقتصاد کې ونډه ولري، په کور کې یې خیاطي پیل کړه.
هغې وویل چې په پیل کې یې کار له لاسي ګنډلو څخه پیل کړی و؛ هغه مهال به یوې مېرمنې ورته کار راووړ او دې به ګنډل، خو د وخت په تېرېدو یې پرېکړه وکړه چې خپل کار پراخ کړي؛ له همدې امله یې د ګنډلو ځینې چارې نورو ښځو ته هم سپارلې، څو هغوی هم بوختې شي او په دغه کار کې ونډه واخلي؛ دغه اقدام له نورو ښځو سره د هغې د همکارۍ او ملاتړ روحیه څرګندوي.
خو شاوخوا دوه کاله کېږي چې اغلې رضايي په خپل کور کې د بیک ګنډلو کارځای جوړ کړی او اوس له خپلې ټولې کورنۍ ـ مېړه، لور او زوی سره په دې کارخونه کې بوخته ده او هر یو یې په اړوند برخه کې خپله دنده ترسره کوي.
هغې وویل چې د بیکونو سکښت او ګنډلو برخه کې یې مېړه ورسره مرسته کوي، خو د بیکونو طرحه او ډیزاین خپله کوي.
د رضايي په وینا، په دغه کارځای کې د ښځو ډول ډول بیکونه او لاسي بکسونه طرحه او ګنډل کېږي.
هغې ګنډل شوو بیکونو ته په اشاره وویل: «هر بیک خپل ځانګړی مشتری لري؛ خو د ټولو رنګونو ترمنځ تور رنګ د نجونو ډېر خوښېږي؛ یو ساده رنګ چې له هر ډول جامو او هر ډول سلیقې سره برابرېږي.»
اغلې رضايي خپل کار د پرمختګ په حال کې وباله او زیاته یې کړه: «ما دا کار له ۴۰ زره افغانیو پانګې پیل کړ، خو اوس الحمدالله زموږ پانګه ۲۰۰ زره افغانیو ته رسېدلې ده.»
هغې وویل چې د مشتریانو د فرمایش له مخې هم بیکونه جوړوي.
د عاقلې رضايي موخه دا ده چې په راتلونکي کې خپل کارځای پراخ کړي، څو وکولای شي نور کسان هم جذب کړي او د نورو لپاره د کار زمینه برابره کړي. هغې باور څرګند کړ چې د هڅې او زیار په وسیله کولای شي دا کار لا لوی پړاو ته ورسوي.
هغې وویل چې د دوی تولیدات یوازې په کابل کې نه، بلکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم مشتریان لري.
په پای کې عاقلې رضايي ټینګار وکړ چې که د خپل مېړه ملاتړ نه وای، نه یې شوای کولی دغه کار پیل کړي او دوام ورکړي. د هغې په وینا، وروسته یې خویندو هم ورسره مرسته کړې او دغه ملاتړ یې د کار په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.