کابل (پژواک ٢٧ ليندۍ ٩٠): نصيراحمد حکيمي د اريانا افغان هوايي شرکت د مشر په توګه وټاکل شو او نن د دغه شرکت کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ياد دولتي هوايي شرکت مشري پيلوټ معين خان وردګ کوله.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د اريانا هوايي شرکت کارکوونکو ته د نصيراحمد حکيمي د ورپېژندنې په غونډه کې وويل، چې د دولتي چارواکو تبديلۍ په چارو کې د ښه والي او روڼتيا په موخه رامنځته کېږي.
ده په تېرو څو کلونو کې د معين خان وردګ کړنې وستايلې او هيله يې څرګنده کړه، چې هغه دې په اريانا هوايي شرکت کې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.
د کاپيسا د مرکز اوسېدونکى نصيراحمد حکيمي، چې په ټولنيزو علومو کې يې د ليسانس په کچه په سعودي کې زده کړې کړې او په دې برخه کې يې په پاکستان کې ماسټري ترلاسه کړې، هم د معين خان کړنې وستايلې او ويې ويل، چې دى به هم د اريانا د پرمختګ لپاره اړينې هڅې وکړي.
هغه وويل، چې دى به د اريانا د کارکوونکو د وړتياوو لوړولو ته پاملرنه وکړي او د دغه شرکت لپاره به نوي پروګرامونه طرحه کړي، تر څو په نړيواله کچه دغه شرکت له پوره باور څخه برخمن شي.
دغه مهال د اريانا الوتکې له افغانستان څخه په مستقيم ډول پاکستان، ايران، هند، عربي متحده اماراتو، تاجکستان، ترکمنستان، ازربايجان، چين او ترکيې ته الوتنې لري او اروپايي ټولنې د افغان هوايي شرکتونو پر پروازونو، په الوتنو کې د مصوونيت او د الوتنو پر مهال د کنټرول او نظارت د قوي ميکانيزم د نه شتون له امله بنديز لګولى دى.
حکيمي په ١٣٨٨ کال کې د افغانستان د بيارغونې د وجهي صندوق (ARTF) د مشر او وروسته يې د يو نيم کال لپاره د اوبو او برښنا وزارت د مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.
ده مخکې له دې چې د اريانا د مشر په توګه وټاکل شي، بيا هم د افغانستان د بيارغونې د وجهي صندوق د مشر په توګه دنده ترسره کوله .
د معين خان پر ځاى د حکيمي ټاکل په داسې حال کې دي، چې سږ کال د حاجيانو د لېږد رالېږد چارې د اريانا شرکت پر غاړه وې او درې ورځې سلګونه افغان حاجيان د سعودي عربستان د جدې په هوايې ډګر کې د الوتکې د نه شتون له امله منتظر پاتې شول او له ستونزو يې سر ټکاوه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکو هغه مهال ويل، دغه ستونزه ځکه رامنځته شوه؛ چې د حاجيانو د رالېږد لپاره د اريانا له دوو ځانګړو الوتکو څخه يوې يې تخنيکي ستونزه پيدا کړې ده.
معيين خان وردګ پژواک ته د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا ستاسو تبديلي د حاجيانو له يادې ستونزې سره تړاو لري او که څنګه؟ وويل: ((نه، نه، زما تبديلي له هېڅ شي سره تړاو نه لري، دا د دولت يو تصميم و.))
هغه وويل، چې ده شاوخوا ٢٩ کاله د پيلوټ په توګه دنده ترسره کړې او اوس به هم په اريانا شرکت کې خپلې دې دندې ته دوام ورکړي.
ده په تېرو څلورو کلونو کې د اريانا د مشر په توګه خپلې کړنې يادې کړې او ويې ويل، چې په دې موده کې د اريانا شرکت له خپلو عوايدو څخه د ١٩ ميليون ډالرو په لګښت دوې مسافروړونکې الوتکې پېرلې او ٤ ميليون ډالره يې د کارکوونکي تقاعد ورکړى دى.
دى وايي، چې دغه شرکت په تېرو څلورو کلونو کې په ټوليز ډول د ٢٥ ميليون ډالرو په لګښت پنځه جريبه ځمکه په کابل او پنځوس جريبه يې د بلخ په مرکز مزار شريف کې پېرلې، په کابل کې يې د کارکوونکو لپاره د کمپيوټر د زده کړو يو مرکز جوړ کړى او کارکوونکو ته يې مسلکي زده کړې ورکړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن