چاريکار (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠): پنځه ټنه بېلابېل مهمات د پروان د امنيتي ارګانونو له خوا د دې ولايت د ډاياګ پروسې ته وسپارل شول.
په پروان کې د غير مسوولو وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام (ډاياګ) مشر جنرال جلال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اندازه مهمات د دوو مياشتو په موده کې راټول شوي وو او نن (د ليندۍ ٢٩مه) دغې پروسې ته وسپارل شول.
د ده په وينا، له دې مهماتو څخه ٧٥٠ کيلوګرامه يې د امنيه قوماندانۍ او نور يې د پروان د ملي امنيت رياست له خوا هغوى ته سپارل شوي دي.
جلال زياته کړه، چې دغو مهماتو په مخالفينو او غير مسوولو کسانو پورې اړه درلوده، چې د دې ولايت له ټولو سيمو څخه راټول شوي وو.
د پروان د ملي امنيت رياست يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې د دې اندازې مهماتو د راټولولو په اوږدو کې يې ٤٢ تنه هم د دې مهماتو د درلودلو په تور نيولي دي.
سرچينې زياته کړه، چې له دې کسانو څخه ځينې له څېړنو وروسته خوشې شوي دي؛ خو يو شمېر نور يې تر اوسه هم تر عدلي تعقيب لاندې دي.
نوموړي د دې کسانو شمېره په ډاګه نه کړه.
د پروان د امنيه قوماندانۍ د ډاياګ مديريت مرستيال نصرت الله پژواک ته وويل، چې په دغو مهماتو کې د BMيو، توپ، ټانک، پيکا، کلاشينکوف او هاوان مرمۍ شاملې وې.
د ده په وينا، دغه مهمات د هغو کشفي راپورونو پربنسټ، چې دوى د پروان ولايت له بېلابېلو برخو ترلاسه کړي وو، لاس ته ورغلي دي.
د پروان د ډاياګ کمېسيون د معلوماتو پر بنسټ، د دې کمېسيون د فعاليت له پيل څخه د اووه کلونو په تېرېدو، ٥٧ ټنه مهمات او تر دوه زره ميله زياته بېلا بېل ډول وسله هغوى ته سپارل شوې ده.