ژبه

د هسپانيا دفاع وزير په بادغيس کې له خپلو سرتېرو څخه ليدنه وکړه

عبداللطيف ايوبى

۲۶ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۷:۰۴

Views: ۱۴۷

قلعۀ نو ( پژواک  ٢٦ مرغومى ٩٠ ) : د هسپانيې دفاع وزير په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او په بادغيس ولايت کې يې له خپلو سرتېرو څخه ليدنه وکړه.

د بادغيس امنيه قوماندان سمونوال محمد جبار صالح د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هسپانيې دفاع وزير پيډرو مورينيس    Pedro Morenés نن له غرمې مخکې قلعه نو ته را رسېدلى دى .

هغه زياته کړه چې نوموړي له والي دلبر ارمان او نورو ځايي چارواکيو سره تر ليدنې وروسته  په دې ولايت کې  له خپلو سرتېرو سره هم وليدل.

د نوموړي په وينا، د هسپانيې دفاع وزير له ځايي چارواکيو ددې ولايت د امنيت، بيارغونې او د نا امنو ولسواليو دلويو لارو په پرانېستلو خبرې وکړې.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې ځايي چارواکيو له هغه وغوښتل چې ددوى د ځواکونو په مرسته نا امنو او لرې پرتو ولسواليو ته اکمالات  وکړي.

هسپانيا په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ١٥٠٠ سرتېري لري، چې په هرات او بادغيس ولايتونوکې مېشت دي او تر اوسه يې ٣٤ سرتېري وژل شوي دي.