کندهار (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د کندهار يو شمېر اوسېدونکي، قومي مشران او سياسي څېړونکي په دغه ولايت کې د وسلوالو مخالفينو وروستي بريدونه، چې د سولې له خبرو سره يې هم مهاله زور ورکړى، د سيمې د هېوادونو رقابتونه، ځان غوښتنې او زور ښودنه ګڼي.
له تېرې څه مودې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپرېږي، چې په دې وروستيو کې دواړو لورو د خبرو دوام تاييد کړى دى.
د راپورونو له مخې امريکا، المان او قطر پلان لري، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي، چې افغان دولت او طالبانو هم وروسته د دغه دفتر له پرانيستلو سره خپله هوکړه اعلان کړې ده.
خو له دې سره هم مهاله وسلوالو مخالفينو په کندهار ولايت کې تر څه مودې نسبي ارامۍ وروسته خپلو بريدونو ته زور ورکړى، چې په کې د پوليسو ترڅنګ لوړ پوړي دولتي چارواکي هم په نښه شوي دي.
په کندهار ښار کې د روانې مياشتې د ١٢مې نېټې دوو ځانمرګو بريدونو، چې د چوڼۍ او سردار مددخان څلورلارې په سيمو کې وشول، څلور ماشومان او شپږ پوليس و وژل شول او دغه راز د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون ٢٠ تنه په کې ټپيان شول.
دغه راز په يوه بل ځانمرګي بريد کې، چې د روانې مياشتې په ٢١مه د کندهار په امنيه قومندانۍ کې وشو او موخه يې امنيه قوماندال مل پاسوال عبدالرازق و، يواځې ځانمرګى له منځه ولاړ او يو پوليس ټپي شو.
د پيل شوو بريدونو په دوام د همدې مياشتې د ٢٢مې نېټې ځانمرګى بريد، چې د کندهار ښار د اومې امنيتي حوزې اړوند د کوبي په سيمه کې د زرنج موټرسايکل په وسيله ترسره شو؛ تر ټولو خونړى و، چې په کې د پنجوايي ولسوال حاجي فضل الدين اغا له خپلو دوو زامنو او دوو ساتونکو سره يو ځاى و وژل شو او نهه تنه پوليس ټپيان شول.
د کندهار ولايت اوسېدونکي، چې دغو بريدونو سخت اندېښمن کړي، وايي، وسلوالو مخالفينو په داسې حال کې، په دغه ولايت کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى، چې له امريکايانو سره يې په قطر کې د دفتر د پرانيستلو پر سر خبرې روانې دي.
په دې اړه د کندهار يوه قومي مشر محمدعمر ساطع پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هېواد کې جګړه د بهرنيو زېږنده ده، دغه راز د خبرو په پروسه او نورو چارو کې هم د هغوى لاسوهنه په څرګند ډول محسوسېږي.
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا تر منځ خبرې پيل شوې، دا د نړيوالې ټولنې او په خپله د افغان ولس غوښتنه هم ده، خو ګاونډي او د سيمې هېوادونه هم غواړي له بېلابېلو لارو په کې ځانونه مطرح کړي.
دى وايي: ((دا چې په دې وروستيو کې په کندهار ولايت کې تر نسبي ارامتيا وروسته يو ځل بيا د وسله والو مخالفينو بريدونو زور اخيستى، د سيمې د هېوادونو رقابتونه، ځان غوښتنه او زور ښودنه ده.))
د نوموړي په وينا، په دغسې حساس پړاو کې د وسله والو بريدونو شدت د ډېر کريډيټ او ګټې ترلاسه کولو معنا لري.
د کندهار ښار يوه روڼ اندې مېرمن شاهده حسين هم ورته نظر لري او وايي، چې وسلوال مخالفين خپلواک نه دي او هغه څه کوي او وايي، چې نور ترې غوښتنه کوي.
دا وايي: ((وسلوال مخالفين که له امريکا سره خبرو ته کښېناستلي، هم د نورو په اشاره دي او که بريدونو ته زور ورکوي، هم يې د نورو په لارښوونه کوي.))
نوموړې له وسلوالو مخالفينو وغوښتل، چې د خبرو اترو له پيل سره سم دې د هېواد او ولس د ژغورلو په خاطر جګړه ودروي او د امتيازونو د ترلاسه کولو لپاره دې خپل هېوادوال نه وژني.
د طالبانو له خوا د کندوز لپاره نومول شوى والي مولوي نورالعزيز اغا، چې څه موده مخکې د سولې د پروسې له لارې له حکومت سره يو ځاى او وروسته د کندهار ولايت د حج او اوقافو د رييس په توګه وټاکل شو، هم وروستي بريدونه د بهرنيو کړيو کار ګڼي.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا رښتيني طالبان نه دي، چې دغه راز بريدونه کوي، دا بريدونه نورې کړۍ ترسره کوي، طالبان يې يوازې مسووليت پر خپله غاړه اخلي.))
د کندهار ښار د هرات بازار يو عام اوسېدونکى حکمت الله وايي، چې که طالبان په رښتينې توګه له افغان حکومت او امريکا سره خبرو ته حاضر شوي وي، په کار ده له جګړې لاس واخلي.
د نوموړي په وينا، اوس وخت را رسېدلى، چې وسلوال مخالفين بايد د جګړې پر ځاى د خبرو له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.
دى وايي: ((په داسې کولو سره مخالفين کولاى شي، د خلکو په زړونو کې څه نا څه محبوبيت ترلاسه کړي، خو که هغوى د خبرو تر څنګ جګړې ته هم زور ورکړي، نو عام ولس به فکر وکړي، چې هغوى له دې لارې سياسي امتياز ترلاسه کوي.))
د کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا هم څه موده وړاندې په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو پر مهال ويلي وو، چې د سولې او امن دښمنان په داسې حال کې دغه ډول بريدونه ترسره کوي، چې له وسلوالو طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې پيل شوې دي.
د هغه په باور، په هېواد کې دننه او بهر يو شمېر اشخاصو او کړيو تل د سياسي ګټو لپاره مذهب استعمال کړى او دغه ځل غواړي د دغه راز بريدونو په کولو سره ځان ځواکمن وښيي او نور کريډيټ واخلي.
د نوموړي په وينا، د حکومت ضد وسلوال طالبان له يوې خوا په قطر کې له امريکايانو سره د سولې خبرې کوي او له بلې خوا په کندهار کې د امريکايانو د موجوديت په نوم بې ګناه ملکي وګړي وژني او په دې توګه د امتياز ګټلو په لټه کې دي.
بل خوا وسلوال طالبان وايي، چې له نړيوالو سره د ((افهام او تفهيم)) ترڅنګ خپلې وسلوالې مبارزې ته هم ادامه ورکوي.
په دې اړه د وسلوالو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې طالبان د اسلامي نظام او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وېستلو په موخه پر مبارزه بوخت دي.
طالبانو دغه راز په دې خبرپاڼه کې ويلي، چې د همدې موخې د ترلاسه کولو او په هېواد کې د سولې او ثبات د راوستلو په منظور يې په دې وروستيو کې سياسي هلې ځلې زياتې کړې، تر څو د اوسنۍ قضيې د حل په مقصد له نړيوالې ټولنې سره افهام او تفهيم ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تفاهم له مبارزې د لاس اخيستو په مانا نه دى او نه د کابل د ادارې د اساسي قانون په منلو پورې تړلی، بلکې طالبان به د نظامي شتون او جهاد ترڅنګ له سياسي تحرک څخه هم کار اخلي.