غزني ښار (پژواک ٤ سلواغه ٩٠): چارواکي وايي، چې د غزني ملي امنيت سږکال په درېيو پړاوونو کې ١٦٠ ميله سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمېر نور مهمات د ډاياګ پروګرام ته سپارلي دي.
په غزني ولايت کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو پروګرام ( ډاياګ ) مشر ډګرمن عبدالباقي وايي، چې د روان لمريز کال له پيله تردې مهاله يواځې ملي امنيت ورته ١٦٠ ميله بېلابېلې وسلې او په زياته اندازه مهمات سپارلي دي.
نوموړي نن (د سلواغې ٤ مه) هم له ملي امنيت څخه ٤٠ ميله سپکه او درنه وسله او دغه راز د دې وسلو يوه اندازه مرمۍ تسليم کړل.
د هغه په وينا، له امنيه قوماندانۍ او ملي اردو سره هم داسې وسلې شته، چې د عملياتو پر مهال يې نيولي او يا يې له ناقانونه وسلوالو راټولې کړې دي، خو تراوسه يې د ډاياګ پروګرام ته نه دي سپارلي.
عبدالباقي له پوليسو او ملي اردو څخه وغوښتل، چې بايد نيول شوې وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپاري.
د ملي امنيت رييس سيد اميرشا سادات د وسلو د سپارلو پر مهال وويل، چې ډاياګ ته سپارل شوې وسلې يې، د يادو عملياتو پر مهال له وسلوالو مخالفينو څخه نيولي او يايې له ناقانونه وسلوالو څخه راټولې کړې دي.
د ده په وينا، ډاياګ ته په سپارل شويو وسلو او مهماتو کې يې ډيرى د کارولو وړ دي، خو د يو شمېر زيانمنو وسلو له پرزه جاتو هم کار اخيستل کيداى شي.
تېره اونۍ د غزني امنيه قوماندانۍ هم هغه وسلې او مهمات خبريالانو ته وښودل، چې يا يې د عملياتو په ترڅ کې نيولې وې او يايې له ناقانونه وسلوالو څخه راټولې کړې وې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن