Language

د ګاز ډبې چاودنې  يوه ماشومه ووژله او ١٠ تنه نور يې ټپيان کړل

 مزار شريف ( پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠ ) : په بلخ ولايت کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يوه ماشومه وژل شوې او ١٠ نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه تېره شپه ددې ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده، د زيانمنې شوې   کورنۍ يوتن غړي غلام فاروق د سلواغې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پېښې ټول قربانيان ددوى د يوې کورنۍ غړي دي.

هغه زياته کړه چې تېره شپه دسختې يخنۍ له امله دوى په کوټه کې د ګازو پر ډبې پخلى کاوه او بله ګاز ډبه يې ، چې د رڼا لپاره لګولې وه، په صندلۍ کې دننه اېښې وه.

د نوموړي په وينا، د صندلۍ لاندې ګاز ډبه په داسې حال کې وچاودېده، چې د کورنۍ ټول غړي تر صندلۍ لاندې ناست وو.

فاروق وايي چې په دې پېښه کې يوه پنځه کلنه ماشومه مړه ، درې ښځې ، دوه ماشومان او پنځه نور نارينه ټپيان شوي دي.

په مزار شريف کې د ملکي روغتون يوې کارکوونکې ډاکټرې حميدې احمدابادي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته د يادې پېښې لس ټپيان راوړل شوي دي.

نوموړى وايي چې ټپيان تر درملنې لاندې دي، خو ديوې مېرمنې او يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

ډاکټرې حميدې شکايت وکړ، چې دوى په مزار شريف ښار کې د سوځېدلو ناروغانو لپاره بشپړې اسانتياوې نه لري  او يواځې پنځه بستريزه اسانتيا ددوى په واک کې ده.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېر دراني پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې سيمې ته يې د مرستې او پلټنو لپاره پوليس  لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې وړمه شپه په مزار شريف ښار کې ديوه چت د غورځېدو له امله پلار او زوى مړه او د کورنۍ اوه نور غړي ټپيان شوي وو.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د هوا له  سړېدو سره سم د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ګاز ډبو د چاودنو پېښې زياتې شوې دي.

تېره مياشت په کابل کې د ګاز ډبې د يوې چاودنې له امله ديوې کورنۍ نهه غړي ووژل شول، دغه راز پرون د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د ګاز ډبې دچاودنې له امله د يوې کورنۍ نهه غړي ټپيان  شوي وو.

Related Topics