ژبه

روسيې او اوکراين يو ورځنی اوربند اعلان کړی

توسط سهراب سروري

اپریل 10, 2026 - 11:01 am

Views: 54

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د روسيې ولسمشر د «پاک اختر» په مناسبت له اوکراين سره د جګړې په ټولو جبهو کې خپلو ځواکونو ته د بريدونو درولو امر کړی؛ په مقابل کې، ولاديمير زلنسکي هم ورته اقدام اعلان کړی او ټينګار يې کړی چې د دغه هېواد خلک «له ګواښ پرته اختر» ته اړتيا لري.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان کړی چې خپلو ځواکونو ته يې امر کړی څو د «ایسټر» په مناسبت د اوکراين پر وړاندې په ټولو جبهو کې خپل بريدونه ودروي، خو د احتمالي بريدونو لپاره چمتو پاتې شي.

هغه زياته کړې چې دغه اوربند به د مسکو پر وخت د اپرېل د ۱۱مې نېټې د ماښام له ۴:۰۰ بجو څخه د اپرېل د ۱۲مې نېټې د شپې تر ۱:۰۰ بجو پورې نافذ وي.

بلخوا، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي ويلي چې هېواد به يې هم ورته اقدامات ترسره کړي.

نوموړي ټينګار کړی چې «خلک داسې ایسټر ته اړتيا لري چې ګواښ پکې نه وي.»