Language

د سالنګ لويه لاره به د ٧٢ ساعتونو لپاره تړلې وي

چاريکار ( پژواک ٢٤ سلواغه ٩٠ ) : د سالنګونو د ساتنې او څارنې چارواکي وايي چې د واورې د اورښت او توفان ددوام په صورت کې به د سالنګ لويه لاره د ٧٢ ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رييس جنرال رجب نن ( د سلواغې ٢٤مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سالنګ لويه لاره له تېرې شپې راهيسې تړل شوې او د چهارشنبې تر ورځې به تړلې پاتې شي.

د هغه په وينا، اوس مهال په سالنګونو کې ١٨ ځلې واوره ښوئېدلې او شديد توفان د پاکولو چارې په ټپه ودرولې دي.

رجب زياته کړه، ترهغو چې توفان و نه درېږي، دهغوى وسايط نشي کولى ښوئېدلې واوره پاکه کړي ،نو له همدې امله کېداى شي تر ٧٢ راتلونکو ساعتونو سالنګ د ترافيکو پر مخ بند وي.

خو سرچينې په ډاګه کړه ، چې دوى هڅه کوي، څو دغه لاره له ٢٤ ساعتونو وروسته خلاصه کړي، چې دا کار په سالنګ کې د توفان په ودرېدو او د هغوى د کارکوونکو د ليد ساحې په پراخېدو پورې اړه لري.

د رجب د معلوماتو له مخې، اوسمهال په سالنګونو کې دليد ساحه درې متره ده او شديد توفان هم جريان لري.

د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير پژواک ته وويل چې دوى د تېرې شپې له اتو بجو راهيسې باروړونکو او مسافر وړونکو موټر ته اجازه نه ده ورکړې، څو له سالنګه تېر شي.

دهغه په وينا، د رسېدلو راپورونو له مخې، کېداى شي دغه لويه لاره تر دوو نورو ورځو د ترافيکو پر مخ تړلې پاتې شي.

يوه مسافر محمد تميم، چې غوښتل يې مزارشريف ته ولاړ شي، پژواک ته وويل : ” موږ ته يې له جبل السراج نه اجازه رانګړه، چې وړاندې ولاړ شو او له همدې امله بېرته چاريکارو ته راغلو. “

Related Topics