Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بادغيس کې د ٢٣٤ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

قلعۀ نو (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): په بادغيس ولايت کې د ٢٣٤ کيلومتره هغه سړک د جوړولو چارې پيل شوې، چې د هېواد شمالي ولايتونه له لوېديځو ولايتونو سره نښلوي.

د دې سړک د پرانيستلو په مراسمو کې، چې پرون ناوخته د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې پر لاره اچول شوي وو، والي دلبر ارمان، ځايي چارواکو، قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

د بادغيس والي دلبر ارمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سړک ٢٣٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١ متره سور لري.

هغه زياته کړه چې پر دې سړک ٣٦٥ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې د اسيايي پرمختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.

دلبر ارمان وويل چې دا سړک د ولايت له مرکز قلعۀ نو څخه پيل او تر مقر، بالا مرغاب او غورماچ ولسواليو پورې غځېدلى دى.

د نوموړي په وينا، دغه سړک د هېواد شمالي ولايتونه د بادغيس ولايت له لارې د لوېديځې حوزې له ولايتونو سره نښلوي.

د بادغيس والي دا يوه حياتي پروژه وبلله او زياته يې کړه، چې دې سړک سره د دې ولايت ١٢زره خلکو ته د کار زمينه هم برابرېږي.

دغه سړک د متيک په نوم د سړک جوړونې يوې ترکي کمپنۍ له خوا جوړېږي.

د دې کمپنۍ يوه مسوول کمال  چوپان پژواک اژانس ته وويل، چې اسيايي پراختيايي بانک د يادو پيسو ترڅنګ ٥٠ ميليونه نور امريکايي ډالر د دې سړک د امنيت لپاره ځانګړي کړي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال کومه امنيتي ستونزه نه لري، د بېلا بېلو ولسواليو له قومي مشرانو او مسوولينو سره يې ناستې لرلي او هغوى ورته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړى دى.

کمال چوپان وويل چې پرون د دې سړک چارې رسماً پرانيستل شوې، خو عملي کار به يې د ١٣٩١ لمريز کال د وري مياشتې په لومړۍ نېټه پيل او په څلورو کلونو کې به يې چارې بشپړې شي.

د مقر ولسوالۍ د تاجکانو کلي يوه اوسېدونکي محمد افضل، د دې سړک د کار پر پرانيستلو د خوښۍ څرګندونه وکړه او ويې ويل، چې دې سره د دوى لوى ارمان پوره شو.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک د نه شتوالي او خرابو لارو له امله دوى خپل ناروغان او حاصلات په ډېرو ستونزو سره د ولايت مرکز ته رسول.

نوموړي دا هم وويل، چې د روزګار د نه شتوالي له امله يې ډېرى ځوانان بې کاره وو؛ خو د دې سړک په جوړېدو سره به يې ځوانانو ته د کار زمينه هم پيدا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.