مزارشريف (پژواك ٢٩ سلواغه ٩٠): د شمال زون د ملي اردو د ۲۰۹ شاهين قول اردو څه باندې ۱۴١٤ سرتېري په مسلكي زده كړو سمبال شول.
د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ كې د يادې قول اردو په انګړ كې د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ كې فارغ شويو سرتېرو ته د سلواغې په ٢٩مه، له دوه مياشتنۍ مسلكي زده كړو وروسته د فراغت سندونه وركړل شول.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د دې مراسمو پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له فارغ شويو سرتېرو سره به د شمال زون د ملي اردو د تشكيلاتو د كمښت ستونزه تر يو ځايه حل شي.
نوموړي زياته كړه، چې په شمال كې د امنيت د لېږد لومړى پړاو په برياليتوب تر سره شو او هيله لري، چې د د دغې لړۍ دويم پړاو به هم په ښه توګه بشپړ شي.
د هغه په وينا، څومره چې د دوى سرتېري مسلكي كېږي، نو هغومره د خپلو سيمو د امنيت د اخيستو لپاره يې شونتيا ډېرېږي.
جنرال ويسا وويل، چې نن له دوه مياشتنيو مسلكي زده كړو څخه وروسته ۱۴۱۴ سرتېري فارغ شول، چې د شمال زون په نهو ولايتونو كې به د ملي اردو په ليكو كې ځاى پر ځاى شي.
يوه فارغ شوي سرتېري عبدالغفار پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له دوه مياشتنيو زده كړو وروسته پر ځان ډاډه شوى، چې په ښه توګه به خپله دنده تر سره كوي.
نوموړي زياته كړه، چې چمتو دى د خپل وطن او د خلكو د ارامۍ لپاره هرې ستونزې ته غېږ وركړي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې ۱۷۶ دورې سرتېري له مسلكي دوه مياشتنيو زده كړو څخه فارغ كړي دي.