اسلام اباد (پژواک ٩ کب ٩٠): د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهستان سيمه کې ناپېژانده وسلوالو د سپرليو پر يوه موټر ډزې کړې او ١٨تنه يې وژلي دي.
د کوهستان د پوليسو مشر شېرمحمد د کب په ٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار د قراقرم پر لويه لاره د چلاس سيمې د هربن په ساحه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ناپېژانده وسلوالو په ياده سيمه کې د سپرليو پر هغه موټر ډزې کړې، چې له راولپنډۍ څخه ګلګت ته پر لاره و.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ١٨ تنه وژل شوي او ٧ نور ټپي شوي، چې نږدې روغتون ته وړل شوي دي.
يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله وويل، چې وسلوالو سپرلۍ له موټره ښکته کړې او بيا يې پرې ډزې کړې دي.
د نادرخان بټګرامي په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې ٢٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
د کوهستان د روغتون يوه ډاکتر ربنواز پژواک ته وويل، چې په ټپيانو او مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن