قلعه نو (پژواک، ١٣کب ٩٠): د بادغيس ولايت په ابکمري ولسوالۍ کې د برفکوچ له امله د ٨٠کورنيو اوسېدونکي تر واورې لاندې بند پاتې دي.
د بادغيس د والي مرستيال عبدالغني صابري نن (د کب په ١٣مه )پژواک ته وويل،چې د يادو کورنيواوسېدونکي له تېرې ورځې راهېسې د ابکمري ولسوالۍ په محمدخان کلي کې تر واورې لاندې بند پاتې دي.
د هغه په وينا، په ياد کلي کې واوره دومره زياته ده،چې دخلکو ترمنځ يې اړيکه پرې کړې ده.
صابري زياته کړه،چې ياد کلى د ولايت له مرکز څخه لرې دى او مواصلاتي لاره يې هم بنده ده او د اوسېدونکو د اړتيا وړ مرستې يې هم بايد د هوا له لارې ولېږدول شي.
سرچېنې څرګنده کړه،چې دوى نن نظامي غونډه وکړه، څو ژر ترژره د ياد کلي اوسېدونکو ته د هوا له لارې بېړنۍ مرستې ولېږدوي.
د بادغيس ولايت د سرې مياشتې رييس ګل محمد عارفي هم د يادې موضوع په تاييدولو سره پژواک ته وويل،چې دمګړۍ د خلکو ترمنځ اړيکه بنده ده.
د هغه په وينا، د اړتيا وړ مرستې لکه خېمې او خوراکي توکي يې تيار کړي، خو نشي کولى، چې د ځمکې له لارې يې ولېږدوي.
د سرچېنې د معلوماتو له مخې، که چيرته يادو خلکو ته تر دوه نورو ورځو پورې مرستې ونه رسېږي ، نو يوه انساني غمېزه به رامنځته شي.
عارفي دې ته په اشارې سره ، چې په ياد کلي کې د خلکو ترمنځ لاره بنده ده په دغه موده کې يې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه بې خبري وښوده.
هغه په ياد کلي کې د نورو احتمالي برفکوچونو له راتلو څخه هم خبر ورکړ او ويې ويل،چې دغه کلي د سبزک کوتل ته څېرمه پروت دى او شايد په راتلونکو ورځو کې په دې کلي کې نور برفکوچونه هم را شي.
د محمدخان د کلي يوه سپين ږيري حاجي شمس الدين پژواک سره په يوه ټېلېفوني اړيکه کې وويل: (( له تاسو سره د خبرو لپاره مې د حويلۍ واورې پاکې کړې او بام ته پورته شوم.))
دهغه په وينا، دمګړۍ واوره د حويلۍ تردروازې پورې رارسېدلې او دخلکو ارتباطي لاره بنده شوې ده.
ياد سړي زياته کړه: ((بايد واورې سورۍ کړو او دتونل په څېر يوه لاره جوړه کړو، څو د ګاونډيو کور ته تګ راتګ وشو کولى.))
سرچينې زياته کړه،چې دمګړۍ د سينه بغل ناروغي د ياد کلي ماشومان ګواښي او که ژر ترژره هغوى ته مرسته ونه رسېږي ،نو کېداى شي د دغه کلي اوسېدونکو ته زيات ځاني زيان واوړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن