ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بريد کې اتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
6 Mar 2012 - 16:52
author avatar
6 Mar 2012 - 16:52

اسعداباد (پژواک ١٦ کب ٩٠): ايساف ځواکونه پر هغو وسلوالو طالبانو هوايي بريد کړى او څلور يې وژلي، چې نن سهار يې د اسعداباد د مرکزي زندان پر امنيتي پوستو بريدونه کړي وو.

د کونړ مرکزي زندان د اسعداباد ختيځ لوري ته په درې کيلومترۍ د تاکۍ په سيمه کې د غره په بېخ کې موقعيت لري.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عوض محمد نذيري د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه ډله وسلوالو مخالفينو نن سهار نهه بجې په ياده سيمه کې د مرکزي زندان پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې د زندان ساتونکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د ايساف له خوا پر يادو بريد کوونکي هوايي بريد شوى، څلور يې وژل شي او څلور نور ټپي دي.

د امنيه قوماندان په وينا، د يادې نښتې پر مهال د وسلوالو مخالفينو په ډزو يو ١٢ کلن ماشوم هم وژل شوى دى.

د سعيد په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې نن سهار په سيمه کې ډزې او بمبار هم شوى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يوه بل خبر له مخې، نن غرمه مهال د دغه ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو، چې پر موټرسايکل سپاره وو، چاودنه شوې ده.

نذيري وايي، چې په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.

د اسعد اباد د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، چې د ټپي حالت د ډاډ وړ دى.

بلخوا د دغه ولايت د ملي امنيت منسوبينو نن سهار دوه ځانمرګي بريد کوونکي له واسکټونو سره يو ځاى نيولي دي.

امنيه قوماندان وويل، چې دغه کسان په سرکاڼو ولسوالۍ کې نيول شوي او اوس تر پلټنو لاندې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.