Language

د بلخ والي: که د ملي يووالي په اړه کوټلې هڅې ونه شي يو وار بيا به نا امنۍ زور واخلي

مزارشريف (پژواك ٢٠ کب ٩٠): د بلخ والي د عبدالعلي مزاري د اولسم تلين په غونډه كې وويل، كه چېرې په هېواد كې د ملي يووالي په موخه هڅۍ ګړندۍ نه شي، نو لرې نه ده، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته افغانستان يو ځل بيا د ژورې نا امنۍ په لور روان شي.

د اسلامي وحدت ګوندپخوانى مشر عبدالعلى مزاري د ١٣٧٣کال دکب په ٢٢مه وسلوالو طالبانو په کابل کې تر نيول کېدو وروسته په غزني کې و واژه.

نن (د كب ۲۰مه) د مزاري د اوولسم تلين په ياد د مزار شريف ښار په زراعت سيمه كې د عبدالعلي مزاري پر مزار د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د بلخ والي عطا محمد نور په ياده غونډه كې په خپلو خبرو كې اندېښنه وښوده، چې که ملي يووالى رامنځه نه شي، نو له ۲۰۱۴ كال وروسته به هېواد يو ځل بيا په بدو حالاتو كې ګير شي.

نوموړي زياته كړه:((د حالاتو د سمون په موخه بايد ټول وطنوال،مبارزين او دسولې غوښتونكي او هغه مجاهدين، چې په قربانيو يې د هېواد د تېر لس كلن بهير لاس ته راوړنې منځ ته راغلې، يو بل ته لاسونه وركړي او ملي يووالى، د بشري ازاديو او د عدالت منځ ته راتګ لپاره كار وكړي.))

د هغه په وينا، لرې نه ده، چې په ۲۰۱۴ كال كې افغانستان يو ځل بيا د سترې نا امنۍ په لور روان شي.

ټاکل شوې چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په ټول هېواد کې د امنيتي چارو مسووليتونه له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي.

نور همداراز په مشروط ډول د سولې د روانې پروسې ملاتړ وكړ.

نوموړي زياته كړه: ((موږ د سولې پلويان يو؛ خو چې په ترڅ كې يې د د تېرو لسو كلونو لاس ته راوړنو او د اساسي قانون ازرښت پر ځاى او وساتل شي.))

د هغه په وينا، د سولې په روانه پروسه كې بايد د افغانانو ټولو خواوو ته وخت وركړل شي.

خو د بلخ والي په دې ټنيګار كاوه، چې كه د سولې هڅې د پردې تر شاه روانې وي، اساسي قانون په كې تر پښو لاندې كېږي، ملي يووالى په كې زيانمنيږي؛ نو دغه ډول هڅې به په هېڅ وخت کې د خلكو ملاتړ له ځان سره ونه لري.

نوموړي همداراز د استاد برهان الدين رباني د قاتلينو د نيولو غوښتنه وكړه او ويې ويل: ((موږ په جدي توګه د استاد رباني د قاتلينو د نيولو غوښتنه كوو او همداراز ټينګار كوو، چې د وروستيو ځنځيري وژنو په ترڅ كې، چې كوم مشران شهيدان شوي دي، بايد قاتلين يې د قانون منګلو ته وسپارل شي.))

د افغانستان د سولې د عالي شورا رييس برهان الدين رباني د وږي په ٢٩مه، په خپل کور کې د يوه ځانمرګي بريد له امله و وژل شو.

د مزاري د اولسم تلين په غونډه كې د كابل د خلكو استازي محمدمحقق هم ونډه اخيستې وه، نوموړي هم د سولې روانه پروسه كاميابه ونه بلله.

محقق وويل: ((ما له لومړي سره ويل، په داسې حال كې چې طالبان د افغانستان حكومت په رسميت نه پېژني او موږ ولاړ شو هغو ته سر خم كړو او په زاريو ترې سوله وغواړو، كومه نتيجه نه وركوي او همداسې وشول.))

نوموړي زياته كړه، چې د سولې د هڅو په ترڅ كې طالبانو ځنځيري وژنې پيل كړې، چې په ترڅ كې يې استاد رباني هم و وژل شو.

د هغه په وينا، تر كومې چې د سولې په روانو هڅو كې د هېواد ټول قومونه او سياسي ګوندونه په نظر كې ونه نيول شي، نو كومه نتيجه به ورنه كړي.

محقق وويل، چې د سولې په هڅو كې يوازې د امريكا شاملېدل هم نتيجه نه وركوي او همداسې له سياسي جبهو پرته د دولت ورګډېدل هم كومه ګټه نه لري.

د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د اولسم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه د يو شمېر دولتي چارواكو په ګډون په ډېر شمېر د هغه پلويانو برخه اخيستې وه.

Related Topics