شبرغان (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د روان کال په اوږدو کې د کار موندلو د پروګرام له لارې په جوزجان کې درې زره ښځې په کارونو بوختې شوې.
د جوزجان ولايت د ښځوو چارو مسوولين وايي، يادو شوو ښځو لپاره چې کاري بوختيا موندل شوې، بې وسه وې.
د جوزجان د ښځو چارو مشرې نجيبې قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال په ترڅ کې د کار موندنې څه باندې ٢٠٠ کارځايونه د ښځو لپاره پر لاره اچول شوي دي.
د نوموړې په وينا، دا پروګرامونه به له درېيو تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي.
نوموړې څرګنده کړه، چې په دې پروګرامونو کې د غالۍ اوبدل، خياطي، ګبيون اوبدل، کمپيوټر زده کړې، د ډوډې پخول، ګلدوزي او څرمن ګنډل شامل وو.
هغې زياته کړه، چې دا پروګرامونه د بې وسو کورنيو د پر ځان بسيا کېدو په خاطر پر لاره اچول شوي وو، څو هغوى د دې حرفو له لارې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ لاس ته راوړي.
مېرمن قريشي وايي، چې ياد پروګرامونه د USAID او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو په مالي مرسته پر لاره اچول شوي وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دمګړۍ هم ١٤٠ مېرمنې د ښځو چارو په اداره کې د کمپيوټر، ترکي او انګليسي ژبو او خياطي په زده کولو بوختې دي.
د درزاب ولسوالۍ يوې مېرمنې طوطي خال پژواک ته وويل: ((د غالۍ اوبدلو په پروګرام کې په کار بوخته وم.))
دا مېرمن وايي، چې په دې کورس کې د غالۍ اوبدلو ترڅنګ هغوى ته ٣زره افغانۍ هم ورکړل شوې.
نوموړې د دې روزنيز پروګرام په هکله خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((اوس کولاى شم چې د غاليو اوبدلو له لارې يو مړۍ ډوډۍ ځان او کورنۍ ته پيدا کړم.))
دشبرغان د پيرمزيد کلي اوسېدونکې شکېبا پژواک ته وويل: ((د ګبيون اوبدلو په پروګرام کې له نورو ښځو سره په کار بوخته وم.))
هغې وويل، چې هره مياشت د ګبيون اوبدلو او پلورلو له لارې ١٥٠ ډالره ترلاسه کوم.
دنوموړې په وينا، د کارونو موندلو پروګرامونه د دوی لپاره ګټور دي او هغه غواړي چې د دې پروګرامونو لړۍ دوام ومومي.
د جوزجان د ښځو چارو چارواکي وايي، چې دامهال هم د حرفوي زده کړو په پروګرامونو کې ١٤٠ مېرمنې په زده کړو بوختې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن