Language

اته مخالفين او پنځه افغان ځانګړي سرتېري ووژل شول

اسعد اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٠): افغان او ايساف مسوولينو په کونړ ولايت کې د اتو وسلوالو طالبانو او پنځو افغان ځانګړيو سرتېريو د وژلو خبر ورکړ.

په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر د کب په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات تېره شپه د مرورې ولسوالۍ د بچي په سيمه کې ترسره شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې له افغان ځواکونو سره يې په دې ګډو عملياتو کې يې اووه وسلوال طالبان وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال د يوه قوماندان په ګډون دوه مخالفين يې ژوندي نيولي دي.

خو د مرورې ولسوال حبيب الرحمن ماموند وايي چې په دې عملياتو کې اته تنه وسلوال مخالفين او پنځه افغان ځانګړي سرتېري چې له امريکايي ځواکونو سره ګرځي، وژل شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد خپلو اتو ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ د شپږو امريکايي سرتېريو دوژلو خبر هم ورکړ.

Related Topics