ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
10 Apr 2012 - 12:30
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
10 Apr 2012 - 12:30

 کابل ښار (پژواک ٢٢ ورى ٩١): د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو د ولسي جرګې له خوا د حکومت د وړاندې کړاى شوې بودجې دويم ځلي رد، د افغان هوايي ځواک لپاره له برازيل هېواد څخه د امريکا له خوا د جټ الوتکو پېرودنه او د شپې د عملياتو د افغاني کېدو خلاف غبرګونونه څېړلي دي.

د ملي باور ورځپاڼې په خپله نننۍ سرمقاله کې د ولسي جرګې له خوا ملي بودجې د بار بار رد ناوړه اغېزې څېړلې دي او د ماليي وزارت دغه ادعا يې را پورته کړې، چې وايې د ملي شورا غړي د ځانونو لپاره د لا زياتو امتيازاتو غوښتونکي دي او د بودجې د رد له لارې غواړي پر ياد وزارت فشار راوړي.

ملي باور ورځپاڼه د پارلمان له لوري د بودجې د طرحې د بيا بيا رد لاملونه او دليلونه څېړي او ليکي چې که څه هم دغه کار د هرې موخې لپاره وي، د هغې ضرر هغه افغان ولس ته رسېږي چې د ولسي جرګې غړي يې ځانونه استازي ګڼي او د ماليي وزارت هم ځان د همدغه ولس خدمتګار معرفي کوي.

دا ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده چې د بودجې ستونزه هرچېرې چې وي، که په ولسي جرګه کې وې يا د ماليې په وزارت کې، بايد حل شي تر څو بودجه تصويب او کارونه پيل شي.

همدارنګه د هشت صبح ورځپاڼه ورته موضوع څېړي او که څه هم په سر کې پوښتنه کوي، چې د بودجې ردول د ولس د ګټو لپاره که د وکيلانو؟ خو وروسته بيا په ځانګړې توګه د ماليي وزارت تورنوي، چې د ورځپاڼې په خبره، هڅه کوي د شپې له خوا د مېلمستياوو له لارې غواړي د بودجې په طرحه کې شته نيمګړتياوې پټې کړي او د هغې د تصويب لپاره زمينه برابره کړي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه ليکي، چې د ماليي وزارت د بودجې په طرحه کې سترو ملي او بنسټيزو مسايلو ته کمه پاملرنه کړې او نه دى توانېدلى، چې مناسب لومړيتوبونه مراعات کړي او همداراز د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون رياست په دې تورنوي، چې د ورځپاڼې په خبره، د ماليې وزارت په مدافع وکيل بدل شوى او د بودجې له طرحې څخه دفاع کوي.

 د افغانستان ورځپاڼه هم د ولسي جرګې له خوا د وړاندې شوې بودجې رد له خپل ليد لوري څېړي او په دې اند ده، چې له نوي مالي کال څخه د درېيو اونيو په تېرېدو سره د بودجې نه تصويبېدل، کولاى شي د بيارغونې د پروژو لړۍ له ځنډ سره مخ کړي او د معاشونو او تنخوا ګانو د ورکړې سيستم له کار کړنې وغورځوي.

 د افغانستان ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له قانون څخه تېښته، قبيلوي تعصبونه او سياسي تنګ نظرۍ په ټولنه کې د عدالت د پلي کېدو په لار کې خنډ ګڼي او په دې اند ده، چې په قصدي توګه هڅه شوې ترڅو د هېواد د خلکو ځينې برخې له ملي امکاناتو او فرصتونو څخه ګټه پورته کړي، ليکي چې دا موضوع نن يوازې د بودجې تر طرحې پورې محدوده نه ده، بلکې د حکومت د سياستونو، کړنو او پلانونو يوه زياته برخه په بېلابېلو برخو کې په کې شاملېږي.

د خدمتګار ورځپاڼه په خپله نننۍ سرمقاله کې امريکا تورنوي، چې د افغان پوځ په تجهيزولو كې له پوره سخاوت څخه كار نه اخلي.

 خدمتګار ورځپاڼه د امريکا له خوا افغان هوايي ځواک ته د برازيلۍ جټ الوتکو د پېرودنې موضوع ته اشاره لري او په دې اند ده چې امريکا له دې امله دغه الوتکې انتخاب کړې دي، چې برازيلۍ الوتكې ارزانه او د منځنۍ كچې الوتكې دي، په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په خبره امريكا خپله هم د منځنۍ كچې او پرمختللې الوتكې لري.

دغه ورځپاڼه د خپل بحث په دوام کې هغه لاملونه او دليلونه څېړي، چې له امله يې امريکا غواړي افغان ځواکونو ته ارزانه برازيلۍ الوتکې وپېري، ليکي چې افغانان په دې باور دي، چې د زړو او بې كيفيته وسايلو او تجهيزاتو وركړه د افغان ځواكونو د پياوړتيا لپاره اغېزناك نه دي.

محور ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او ليکي چې امريکا غواړي افغان هوايي ځواک ته د خپلو الوتکو پر ځاى روسۍ يا برازيلۍ کارول شوې الوتکې ورکړي، چې دغه کار د ورځپاڼې په خبره د افغان هوايي ځواک د پياوړتيا په اړه اندېښنې را ولاړوي.

 محور ورځپاڼه امريکا د افغان پخواني هوايي ځواک په ماتولو هم تورنوي او په دې نظر ده چې لومړى ځل د امريکايي سټنګر توغنديو د لګېدو له امله افغان الوتکې را وغورځېدې او وروسته بيا د طالبانو د واکمنۍ په پاى کې د امريکا له خوا د هوايي بمبار په پايله کې د ورځپاڼې په خبره، د افغان هوايي ځواک پاتې شونې له منځه يوړل شول.

د سرنوشت ورځپاڼې د ځينو کړيو او اشخاصو هغه اندېښنې او غبرګونونه څېړلي دي، چې د شپې د عملياتو له افغاني کېدو سره يې ښودلي او ورځپاڼه د دې ډلې هغه نظريات، چې د ورځپاڼې په خبره د افغان ولس دا لاسته راوړنه د وسلوالو مخالفينو او د هغوى د ملاتړو بريا وبولي، له افغانانو سره يې د دوى دښمني ګڼي.

سرنوشت ورځپاڼه دا ډول کسان او کړۍ تر امريکايانو هم زيات د امريکايي ګټو لپاره ژمن افراد ګڼي او په داسې حال کې چې د يوه کس يا يوې ډلې نوم نه اخلي، دغه ډول کسان غلام ذهنه انسانان ګڼي، چې هڅه يې دا ده، څو د خپلو شخصي ګټو لپاره پر دغه هېواد بل شور اور همداسې بل وساتي.

 د ويسا ورځپاڼه بيا له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په لار کې د خنډونو لرې کېدو ته اشاره لري او په دې اړه د ملي امنيت شورا مرستيال شيدا محمد ابدالي هغه خبرو ته پاملرنه کوي، چې وايي، د ځانګړو عملياتو له افغاني كېدو او د زندانونو د سپارلو په اړه د امريكا او افغان چارواكو ترمنځ توافقاتو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيك سند د لاسليكېدو په مخكې خنډونه له منځه يوړل.

د ويسا ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال په دې اند دى، چې يوازې د پوځي اډو مسئله او نه يوازې د شپې چاپې او يا د زندانونو مسئله د امريكا او افغان چارواكو او ولس ترمنځ د اختلاف ټكي وو، ډېر نور داسې مسايل شته چې افغان ولس پرې اعتراض لري، يا ورته ګونګ دي او وضاحت يې غواړي.

او په پاى کې د ماندګار ورځپاڼه په افغانستان د لارو جوړونې د پروژو ټيټ کيفيت او د هغې پر وړاندې د فوايد عامې وزرات غبرګون څېړي، چې د دغو پروژو کار يې ځنډولى، خو دا پوښتنه هم کوي چې ولې په تېرو لسو کلونو کې د لارو او سړکونو د بې کيفيته جوړښت موضوع د پاملرنې او توجه وړ ونه ګرځېده؟

ماندګار ورځپاڼه په داسې حال کې چې په دې اند ده، چې په تېرو لسو کلونو کې هم خصوصي سکټور او هم حکومت له يوه مخه د خلکو په زيان عمل کړى دى. ليکي، ښکاره ده، ټول هغه کسان چې د ملت پانګې ته، چې د ګدايۍ کچکول له لارې ترلاسه شوې ده، خيانت کړى دى، بايد مجازات شي، خو د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان غم لړلي وضعيت کار يې هغه ځاى ته رسولى، چې د سړکونو د بې کيفيتۍ، د هغې د څېړلو او د مفسدينو د مجازاتو ژمنو ته فقط کولاى شو وخاندو، هغه هم تر ژړا ډېره ترخه خندا!

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.