ميدان ښار (پژواک ٣١ ورى ٩١): په ميدان ښار کې د نړيوالې ټولنې په مالي مرسته د ټاکنو د ولايتي دفتر د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وري په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د ميدان وردګو د والي مرستيال او د ټاکنو کمېسيون يو شمېر چارواکو ګډون کړى و، د ټاکنو د ولايتي دفتر د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ميدان وردګو د ټاکنو د ولايتي دفتر مسوول حبيب الله وردګ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ به په راتلونکو څلورو مياشتو کې د نړيوالې ټولنې په شاوخوا اوو ميليونه افغانۍ مالي مرسته جوړه شي.
د هغه په وينا، ياده ودانۍ پر درې جريبه ځمکه د همکار ساختماني شرکت له خوا جوړېږي، چې څلور اداري خونې، پخلنځى، تشنابونه او نورو ټول اړين ملحقات به ولري.
نوموړي زياته کړه، د ټاکنو کمېسيون په پام کې لري، چې په ولايتونو کې د کرايي کورونو د ډېرو لګښتونو د مخنيوي پر ځاى ولايتي دفترونو ته ودانۍ جوړې کړي، چې پيل يې له ميدان وردګو ولايت څخه وشو.
د ميدان وردګو د والي مرستيال علي احمد خاشعي په ولايتونو کې د ټاکنو د دفترونو لپاره د ودانيو جوړول خورا اړين وبلل.
هغه زياته کړه، چې اوس مهال دوى د ګوتو په شمېر داسې ادارې لري، چې ودانۍ نه لري او په نږدې راتلونکي کې د هغو د جوړولو پلان هم لري.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن