مزار شريف (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د ولسي جرګې د روغتيا برخې د كمېسيون مسوولين وايي، چې د روغتيا وزارت د خپلې بودېجې د ساتنې لپاره كوم ځانګړى پلان نه لري.
په ولسي جرګه كې د روغتيايي كمېسيون مشر ډاكټر نقيب الله فايق په مزارشريف كې د غبرګولي په ۱۱مه، د ايمجنګ يا پرمختللې روغتيايي ټېكنالوجۍ د نړيوال كنفرانس په ترڅ كې خبريالانو ته وويل، چې كه له ۲۰۱۴ كال وروسته له روغتيا وزارت سره د نړيوال مرستو كچه راټيټه شي، نو دغه وزارت به له بوديجوي بحران سره مخ شي.
نوموړي زياته كړه، چې دم ګړۍ د دغه وزارت ۸۰ سلنه بوديجه د بهرنيو هېوادونو له لارې وركول كېږي.
خو ډاكټر فايق وويل: ((د روغتيا وزارت د خپلې بودېجې د ساتنې لپاره كوم ښكاره او روڼ پلان نه لري، چې له مخې ډاډ پيدا شي، چې كه نړيوالې مرستې ودرېږي، نو دغه وزارت به له ستونزو سره مخ نه شي.))
د هغه په وينا، په اوسنيو حالاتو كې د هېواد په ځينو ملكي روغتونونو كې له عامو خلكو څخه د درملنې په بدل كې پيسې اخيستل كېږي، چې د اساسي قانون خلاف كار دى.
د ده په خبره، كه چېرې همدې پيسو اخيستو ته په قانون كې ځاى وركړل شي، نو له خلكو اخيستل شوې پيسې په غير قانوني توګه د روغتيايي كاركونكو جېبونو ته نه ، بلكې په قانوني توګه به د دولت خزانې ته اضافه شي.
د ولسي جرګې د روغتيايي كمېسيون مشر وويل، چې لا هم په هېواد كې د ښې درملنې اسانتياوې په سمه توګه نه دي برابرې شوي، چې له امله يې زيات شمېر هېوادوال بهرنيو ملكونو ته د درملنې په موخه ځي.
نوموړي زياته كړه، چې د روغتيا په برخه كې د مجهزو روغتيايي سامانونو نشتوالى، د روغتيايي كاركوونكي د ظرفيت ټيټوالى د دې لامل شوى، چې خلك د خپلو ډاكټرانو د درملنې پر ځاى په بهرنيو ډاكټرانو باور ولري.
خو د افغان فارما په نوم د درملو جوړولو د يوه شركت رييس داكټر عبدالله وويل، چې دوى له تېرو څو كلونو راهيسې په هېواد كې د پرمختللو روغتيايي سامانونو د اسانتياوو د برابرېدو په هڅو كې دي.
نوموړي بيا د ښې درملنې د نه كېدو له ټولو ستر لامل هېواد ته د بې كيفيته درملو راوړل وګڼل.
په مزارشريف كې د ايمجنګ يا پرمختللې روغتيايي ټېكنالوجۍ نړيوال كنفرانس له روغتيايي سامانونو سره د افغاني ډاكټرانو د اشنايى په موخه جوړ شوى و.
د دغه كنفرانس په ترڅ كې سلګونه پرمختللي روغتيايي سامانونه هم نندارې ته وړاندې شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP