چاريکار (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): په پروان ولايت کې د ملي اردو د يوه افسر پر موټر د يوه وسلوال بريد په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سمونيار عبدالحنان کوهستاني نن (د غبرګولي ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د ملي اردو د يوه افسر پر موټر، چې له خپلې کورنۍ سره له پنجشېر نه د کابل په لور روان و، ترسره شو.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکى ميرزا مير، د هغه مېرمن او ورور وژل شوي او د کورنۍ شپږ نور غړي يې ټپيان دي.
دى زياتوي، چې په ټپيانو کې د ملي اردو د وژل شوي افسر دوه زامن، دوه لوڼې او دوه د تره زامن شامل دي.
سرچينه وايي، چې دغه پېښه د وزيرخېلو د سيدخېل په جاده کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا رامنځته شوه، چې قربانيان يې د پنجشېر ولايت ايمرجنسي روغتون ته وړل شوي دي.
د پنجشېر د ايمرجنسي روغتون رييس ډاکټر محمدګل وايي، چې درې مړي او شپږ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
د دې پېښې مسؤوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.