Language

د سيمې خلک او چارواکي: د غزني په ده يک ولسوالۍ کې هم ولسي پاڅون پيل شو

غزني ښار (پژواک ۱۴ غبرګولى ۹۱) د غزني والي او ددې ولايت يوشمېر اوسېدونکي  وايي، چې په ده يک ولسوالۍ کې هم يو شمېر خلک د ښوونځيو د تړلو په غبرګون کې د وسلوالو طالبانو پرضد پورته شوي او وسلواله مبارزه يې پيل کړې ده.

له تېرو څو ورځو راهيسې د سيمې خلکو په وينا، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅېدلي او تراوسه يو شمېر قومي مشران هم په کې وژل شوي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د غبرګولي په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار په ده يک ولسوالۍ کې هم د سيمې خلکو د وسلوالو طالبانو پرضد پاڅون کړى دى.

د ده په خبره، دغه پاڅون يواځې د غزني په ده يک او اندړو ولسواليو کې نه دى، بلکې د غزني په ټولو سيمو کې دى او په ټولو  سيمو کې به خلک د وسلوالو پر ضد پورته شي.

نوموړي زياته کړه، چې نور د غزني خلک پوه شوي او دوى غواړي، چې په سيمو کې يې ښوونځي خلاص شي او د بيارغونې کارونه په کې وشي.

والي وويل: ((په ټول ملت غږکوم، چې پاڅون وکړي، همدغه د نجات او سوکالۍ لپاره يوه بهترينه لاره ده.))

د هغه په وينا، د دغه پاڅون ګټه نه يواځې د يادو سيمو خلکو ته رسېږي، بلکې کولاى شي د هېواد په ډېر شمېر سيمو کې امنيت راولي، ځکه چې په نورو ولايتونو کې هم خلک نور د دوى له کړنو په تکليف دي.

والي په دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

د ده يک ولسوالۍ د ولنګير د سيمې يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د اندړو ولسوالۍ ترڅنګ د ده يک ولسوالۍ خلکو هم د وسلوالو طالبانو پر ضد وسلواله مبارزه پيل کړه.

د هغه په وينا، د دوى د سيمې خلک نور له وسلوالو طالبانو ستړي شوي او نه غواړي، چې نور ښوونځي تړلي وي، روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى ونه لري او د بيارغونې چارې په کې نه وي.

نوموړي زياته کړه، چې دوى به نور چاته اجازه ورنه کړي، چې د دوى په سيمه کې ناامني جوړه کړي او يا هم د دوى له کورونو څخه پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړي.

محمدالله وويل: ((د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د سيمې د خلکو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته شوې وه او نن سهار بيا پيل شوه.))

د ده په خبره، سهار مهال د سيمې يو اوسېدونکى د وسلوالو طالبانو په سيمه کې ګېر پاتې شو، خو تراوسه نه ده معلومه، چې ژوندى به وي که مړ.

د سيمې يو بل اوسېدونکي خان ولي پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې په سيمه کې ډزې پيل شوې او تر دوو ساعتونو يې دوام وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((موږ فکر کولو، چې د طالبانو او افغان يا بهرنيو ځواکونو ترمنځ به نښه وي، ځکه دوی هر وخت پر امنيتي ځواکونو يو څو ډزې وکړي نور تښتي، خو چې خبر شو د سيمې خلک ورته پورته شوي وو.))

د ده په خبره، تراوسه د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

 نوموړی وايي، دا چې په سيمه کې يې امنيت نه و، تراوسه د بيارغونې په برخ کې هېڅ نه دي شوي او ښوونځي يې وسلوالو ورتړلي دي.

خان ولي وويل: ((دولت هسې چيغې وهي، دوى تراوسه ونه شول کړاى، چې زموږ په سيمه کې امنيت راولي، خو ته به يې ګورې، چې د سيمې خلک څنګه امنيت راولي.))

خو د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک په دغه ولسوالۍ کې د نښتې رامنځ ته کېدل رد کړل او زياته يې کړه، چې تراوسه په دغه سيمه کې هېڅ ډول امنيتي پېښه نه ده رامنځ ته شوې.

نوموړى دا خبره په داسې حال کې کوي، چې دغه نښته طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم تاييد کړه، خو نوموړي پژواک ته وويل، چې په ده يک ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

هغه ادعا وکړه، چې په دغه نښته کې يې څلورو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو دولتي چارواکو دغه ادعا رد کړه.

د يادونې ده، چې د غزني په اندړو او ده يک ولسواليو کې د خلکو او چاروکيو په وينا، د وسلوالو طالبانو لخوا شاوخوا ٤٠ ښوونځي د موټرسايکلونو د ګرځېدو په غبرګون کې تړل شوي دي، خو وسلوال طالبان بيا دا ادعا ردوي.

Related Topics