چاريکا(پژواک٢١غبرګولى٩١): د پروان چارواکي وايي له دوو ورځو راهيسې ددې ولايت په شينواري ولسوالۍ کې د د طالبانو پروړاندې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا تصفيوي عمليات روان دي، خو دواړه لوري يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د پروان د والي وياند روشنا خالد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت ځواکونو لخوا په ګډه د شينواري ولسوالۍ په قوله هير سيمه کې روان دي.
د خالد د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په جګړه کې ٤ وسلوال طالبان او دوه محلي پوليس وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي، خو ملي پوليسو او اردو کومه تلفات نه لري.
ده وويل چې د پروان والي عبدالبصير سالنګي ددې عملياتو مشري کوي او له امنيه قومندان محمد اکرم بکزاد سره په سيمه کې دى.
د والي وياند وويل چې عمليات به ترهغه وخته دوام وکړي چې سيمه د مخالفينو له شتون څخه پاک شي.
د قول هير سيمې يوه اوسېدونکي ميراجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوو ورځو راهيسې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او د سيمې اوسېدونکي نشي کولى له سيمې ځان وباسي.
هغه وويل چې د جګړې له امله د قول هېر او کفشان سيمې اوسېدونکي چې خوا په خوا پرتې سيمې دي پخپلو کې تګ راتګ وکړي.
ميراجان وويل چې په سيمه کې يې د دوو طالبانو مړي په خپلو سترګو ليدلي دي چې د پوليسو لخوا لېږدول کېدل.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره په خبرو کې طالبانو ته د تلفاتو اوښتل رد کړل او ادعا يې وکړه چې په دې جګړه کې ٦ پوليس وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.