Language

پر يوه کور د مرمۍ د لګېدو له امله دوه مېرمنې ووژل شوې

غزني ښار (پژواک ۲۲ غبرګولى ۹۱)  : د غزني چارواکي وايي، چي پر يوه کور د سلوالوطالبانو له لوري د توغول شوې مرمۍ د لګېدو له امله دوه مېرمنې ووژل شوې.

د غزني د والي وياند سباوون  د غبرګولي په ۲۲ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه  تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ د جنډې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه، چې د وسلوالو طالبانو لخواتوغول شوې مرمۍ د خلکو پر کور ولګېده او له امله يې دوه مېرمنې ووژل شوې.

سباوون وايي، چې اوس مهال نښته پاى ته رسېدلې، خو  په سيمه کې د دولتي ځواکونوله لوري عمليات روان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوبل خبر له مخې ، تېره ورځ ناوخته په غزني ښار کې يو  قومي مشر د ناپېژاندو وسلوالو له لوري ټپي شوى دى.

د غزني د والي وياند سباوون  وايي، چې د ا پېښه د ښار اړنده د پښتون اباد په سيمه کې رامنځته شوې ، چې د ناپېژاندو وسلوالو له لوري د اب بند ولسوالۍ يو قومي مشر، د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو کانديد  قوماندان شريف الله  ټپي شوى دى.

خو هغه زياتوي ، چې په دې بريد کې د هغه يو مېلمه وژل شوى دى.

د سباوون په وينا، بريد کوونکيو د اکمالاتي کاروان د ساتونکو يونيفورم اغوستى و او تر بريده وروسته تښتيدلي دي.

د عبدالرحمان په نامه دسيمې يو تن اوسېدونکي هم پژواک اژانس ته وويل ، چې پر قوماندان شريف الله بريد شوى دى.

نوموړى وايي ، چې  نوپوهيږي دا بريد به چا کړى وي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې ديادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

وروسته له هغه ، چې د غزني په ځينو سيمو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅونونه پيل شوي، په دې ولايت کې د وسلوالو مخالفينو لخوا دقومي مشرانو د وژلو لړۍ هم پيل شوې، چې له امله يې په تېره يوه مياشت کې تر پنځو زيات قومي مشران وژل شوي دي.