اسعد اباد ( پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١ ) : په افغانستان کې دناټو ملکي استازي سايمن ګاس وايي، چې دافغانستان او پاکستان حکومتونه دې دتوغندويي بريدونو ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.
د ناټو ملکي استازي دغه څرګندونې نن د (غبرګولي په ٢٢مه) کونړ ولايت ته دسفر پر مهال د کونړ له والي سيد فضل الله وحيدي سره ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
سايمن ګاس وويل : (( موږ دافغانستان حکومت او د خلکو د مرستې لپاره راغلي يو او خپلو دې مرستو ته به ادامه ورکوو. ))
هغه زياته کړه ، چې د افغان امنيتى ځواکونو ښې روزنې ته هم دوى ځانګړې پاملرنه کوي .
د ناټو ملکي استازي وويل ،چې افغان ځواکونو ته د امنيت د چارو دسپارلو په دريېم پړاو کې د کونړ ځينې ولسوالۍ هم شاملې شوې دي .
سايمن ګاس زياته کړه، چې ولسي خلک او قومي مشران بايد له خپلو امنيتى ځواکونو سره د امنيت په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي .
نوموړي وويل ،چې د پاکستان په قبايلي سيمو به ترهغه پورې دبې پيلوټه الوتکو بريدونه دوام وکوي، چې په دې سيمه کې ترهګري ځپل شوې نه وي.
هغه د پاکستان له خاورې څخه د کونړ پر سرحدي ولسواليو د توغندويي بريدونو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې دغه ستونزه دې افغانستان او پاکستان د خبرو له لارې هواره کړي .
نوموړي زياته کړه ،چې دغه مسئله د ناټو ،افغانستان اوپاکستان د درې اړخيزه کمېسيون لخوا څېړل کيږي، چې پايلې به يې ډير ژر اعلان شي.
په همدې مهال دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي وايي، چې دکونړ پر سرحدي سيمو د پاکستاني پوځيانو لخوا توغنديز بريدونه کيږي ،په دې اړه د درې ګونې کمېسيون سره خبرې شوي ،خو تراوسه يې پايله نه ده څرګنده شوې.
ځايي اوسېدونکي وايي ، په دې بريدونو کې، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې پيل شوي دي، څلور تنه مړه، يو شمېرټپيان او لسګونه کورنۍ کډه شوې دي.
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP