Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شينوارى : پاکستان دافغان سوداګرو دموټرو له مالي تضمين اخيستو تېر شو

 کابل (پژواک ٦ جنګاښ ٩١):پاکستان د افغان سوداګرو د موټرو له مالي تضمين څخه تېر شوى او اجازه ورکوي چې دغه موټر د اپټا د موادو له مخې د هغه هېواد بندرونو ته تګ راتګ وکړي .

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري د جنګاښ په ٦مه، په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د پرانيستې په موخه جوړه شوې غونډ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

په ١٣٨٩ لمريز کال کې سوداګرو ته د اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوى ترانزيټي سوداګريز تړون (اپټا) لاسليک شو، خو د پاکستان له خوا د مالي تضمين او ځينو نورو شرايطو د وړاندې کېدو له امله تر اوسه پوره نه دى عملي شوى.

شينواري وويل، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په موخه هغه هېواد ته د افغانستان د سوداګرۍ وزارت او سوداګرو د پلاوي په وروستي سفر کې پاکستاني چارواکو دا ومنله، چې د افغان سوداګرو له موټرو به بانکي ضمانت نه اخلي.

د هغه په وينا، له دې امله چې په دواړو هېوادونو کې بانکونه او د بېمې شرکتونه دې ته چمتو نه شول چې دغه موټر تضمين کړي، پاکستان دې چمتووالى وښود چې دغه موټر پرته له مالي تضمين څخه د هغه هېواد بندرونو ته تګ راتګ وکړي.

د اپټا له مخې بايد د افغان سوداګرو موټر له کراچۍ او هندوستان سره په ګډه واګه بندرونو ته تګ راتګ وکړي او د افغان سوداګرو د توکو د لېږد مخه ونه نيول شي، خو تر اوسه د افغان سوداګرو موټر يواځې تر پېښوره تګ راتګ کولاى شي او له کراچۍ څخه پاکستاني شرکتونه د افغان سوداګرو توکي لېږدوي.

شينوارې  وويل، چې د مالي تضمين پر ځاى د دواړو هېوادونو چارواکي په دې هم سلا شول چې د دواړو هېوادونو د ترانسپورټ وزارتونه به يو بل ته د خپلو موټرو ضمانت ورکوي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، که څه هم د پاکستاني چارواکو له خوا په دې اړه موافقه شوې خو د هغه هېواد بندرونو ته د افغان سوداګرو د موټرو د تګ راتګ عملي پيل به د اپټيکا تر غونډې وروسته، چې تمه کېږي په نږدې راتلونکې کې ترسره شي، پيل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړي مرستيال خان جان الکوزي له افغان سوداګرو د تضمين د نه اخيستو پر پرېکړې خوښي وښوده او ويې ويل، چې په پاکستان کې  د افغان سوداګرو شاوخوا پنځوس سلنه ستونزې حل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت هڅه کوي چې نورو ستونزو ته هم د حل لار ومومي چې په وينا يې په نږدې راتلونکي کې د اپټيکا غونډه به نورو ستونزو ته د حل لپاره لويې لاسته راوړنې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه نن په کابل کې هم پرانيستل شوه.

الکوزي وويل، چې ياده ګډه  سوداګريزه خونه په دواړو هېوادونو کې د سوداګرو ستونزو ته د حل لارې موندلو په موخه د تېر کال په وروستيو کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، دغه خونه به هڅه وکړي چې د سوداګرو ستونزې حل کړي او د سوداګرۍ اړوند معلومات به له يو بل سره شريک کړي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري ياده خونه د سوداګرۍ د پراختيا لپاره اهميت لرونکې وبلله او زياته يې کړه، چې د سوداګرۍ وزارت به له دې خونې څخه ملاتړ وکړي.

دغه راز هغه هيله وښوده چې د افغانستان او پاکستان ګډه سوداګريزه خونه به حکومت ته اړينې مشورې ورکوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.