Language

دوه پوليس په اته کاله بند محکوم شول

مزارشريف (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): په بلخ ولايت کې دوه پوليس له خپلې دندې د ناوړه ګټه اخيستو په تور په اته کاله بند محکوم شول.

تېر کال د مزارشريف په بابايادګار سيمه کې په يوه کور کې د پوليسو د تالاشۍ پرمهال دوه کسان د پوليسو د ناسم چلند له امله په څاه کې غورځېدلي او ژوند يې له لاسه ورکړى وو.

د بلخ د استيناف محکمې رييس فضل الرحمن فضلي د چنګاښ په ١١مه، علني محکمه کې د بلخ دوه جنايي کارکوونکي محى الدين او سميع الله، چې په ياده تالاشي کې يې ګډون درلود، په اته اته کاله بند محکوم کړل.

خو فضلي د خپلې فيصلې د اورولو په ترڅ کې وويل، چې په دغې پېښه کې يواځې همدا پوليس نه، بلکې د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير صلاح الدين سلطاني، ورسره د نهرشاهي ولسوالۍ څارنوال او د مزارشريف ښار د څلورمې حوزې دوه پوليس هم په ياده پېښه کې تورن دي.

د محکمې رييس زياته کړه، پورته شپږ واړه کسان د بابايادګار په پېښه کې تورن دي او له دندې يې ناوړه ګټه پورته کړې ده.

د فضلي په وينا، نن يواځې پر دوو پوليسو محکمه دايره او فيصله وشوه.

نوموړى له اړوندو ارګانونو د پاتې څلورو نورو کسانو د حاضرېدو غوښتونکى شو.

د تورنو کسانو له ډلې محى الدين پژواک اژانس ته وويل، چې دى هېڅ مجرم نه دى او د محکمې پر پرېکړې ناراضه دى.

نوموړي زياته کړه: ((زه تالاشۍ ته د جنايي مدير (صلاح الدين سلطاني) په مشرۍ تللى وم، ماته امر شوى و او خپله وظيفه مې اجرا کړې ده؛ که جرم شوى وي، زه ولې په اته کاله بند محکوم شوم او جنايي مدير ازاد ګرځي.))

Related Topics