Language

کابل (پژواک ١٤چنګاښ ٩١): له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو نن له کاپيسا څخه پيل شو او په راتلونکې يوه نيمه مياشت کې به فرانسوي ځواکونه دغه ولايت پرېږدي.

 د افغانستان د دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ نن په کاپيسا کې د دغه پړاو د پيل پر مهال وويل، چې په دې پړاو کې د کاپيسا او اروزګان ولايتونه په بشپړ ډول شاملېږي.

 وردګ وايي، چې په دغه پړاو کې به د کندهار، پکتيا او لوګر دوه، دوه او د کندوز درې ولسوالۍ هم شاملې شي.

 د يادو ولايتونو مرکزونه او ځينې نورې برخې په مخکنيو پړاوونو کې په دې پروسه کې شاملې شوې دي.

 وردګ وويل، چې په يوه نيمه مياشت کې به په کاپيسا کې مېشت فرانسوي ځواکونه دغه ولايت پرېږدې او ټولې چارې به افغانانو ته وسپارل شي.

 ده وويل، افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې امنيتي چارې سمبال کړي.

 هغه وايي، چې افغان ځواکونه به د نويد په نوم عملياتو کې د کاپيسا نا امنې ولسوالۍ (تګاب، نجراب او اله ساى ) د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه پاکې کړي.

 په نننۍ غونډه کې د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي، د لوړو زده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد او په کابل کې د فرانسې د سفارت او ناټو استازو برخه لرله.

 د ملي دفاع وزير وايي، کاپيسا ته د يادو وزيرانو راتګ ښيي چې په دغه ولايت کې به پراختيايي پروګرامونو ته ډېره پاملرنه وشي.

 فرانسه په افغانستان کې شاوخوا څلور زره سرتېري لري چې ډېر يې په کاپيسا ولايت کې مېشت دي.

 ټاکل شوې چې فرانسوي ځواکونه د روان ميلادي کال تر پايه له افغانستان څخه ووځي.

 د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د مسووليتونو د لېږد د درېيم پړاو پيل يو مثبت اقدام وباله او ويې ويل، چې فرانسوي ځواکونه خپل يوه اندازه وسايل هم افغان ځواکونو ته پرېږدي.

 ده هم وويل، چې افغان ځواکونه د دې وړتيا لري چې امنيتي مسووليتونو ته اوږه ورکړي.

 په کابل کې د فرانسې سفارت استازي بژولي په نننۍ غونډه کې وويل، چې له کاپيسا څخه د فرانسوي ځواکونو وتل په دې معنا نه دي چې دغه هېواد به خپلې مرستې بندې کړي.

 دى وايي، چې هېواد به يې له افغان امنيتي ځواکونو سره چې اوس ښه کاري وړتيا لري، خپلو مرستو ته دوام ورکړي او خپل يوه اندازه وسايل به هم ورته پرېږدي.

 افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير د ١٣٩٠کال د چنګاښ په مياشت کې له باميانو څخه پيل او د دويم پړاو په بشپړېدو يې ټولې هغه سيمې په کې شاملې شوې چې د هېواد ٥٠ سلنه وګړي په کې ژوند کوي.

 د ملي امنيت شورا پرېکړه کړې، چې د درېيم پړاو په عملي کولو سره به په ټول افغانستان کې په ټوليز ډول ۲۶۰ اداري واحدونه، چې ٧٥سلنه وګړي په کې ژوند کوي، د دې پروسې تر پوښښ لاندې راشي.

 ټاکل شوې چې په ټول هېواد کې امنيتي مسووليتونه د ٢٠١٣ کال تر نيمايي په دوو نورو پړاوونو کې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Related Topics